د کډوالۍ نړۍوال سازمان: د افغانستان ختیځ کې د وروستي سېلاب او توپان له امله ۷۱ کسه مړه شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، وروستیو سېلابونو او توپان د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې ۷۱ کسه مړه کړي او ۹۲۷ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دغه بنسټ تېره ورځ ناوخته د (زمري په دویمه نېټه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د سېلاب له لومړۍ ورځې یې تر دې مهاله له ۱۳۰ کورنیو سره بېړنۍ مرستې کړې دي.
دا رنګه دغه بنسټ د پېښې د ټپیانو د درملنې په اړه هم د خپلو مرستو یادونه کړې.
د جلال اباد ښار او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ، بهسودو او سره رود په ولسوالیو کې د دوشنبې په ورځ د زورور باران وروسته مرګونی توپان هم رالوتی و، چې له امله یې د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه هم واړول.
طالبانو د دغه سېلاب او توپان له امله له ۴۰ زیاتو کسانو د مړینې او د ۳۰۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی و؛ خو په هماغه مهال هم ځايي اوسېدونکو ویلي و، چې د مرګ ژوبلې شمېر تر هغې زیات دی چې طالبان یې په اړه له رسنیو سره شریکوي.
د ننګرهار په ولایت کې سېلاب ځپلي خلک لا هم شکایت لري، چې د دوی لاسنیوی نه دی شوی او لا هم تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

ډېری دغه سېلاب ځپلي د خوړو او پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.

نور خبرونه

رادیو