طالبانو او چینايي چارواکو د مس عینک پروژې سړک پرانیست

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د سړک د پرانستې په مراسمو کې د دې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د چین د کلتور وزارت مرستیال او په کابل کې د چین سفیر هم ګډون کړی و.

ملا برادر په دې مراسمو کې وويل، چې د مس عينک پروژې د پيل پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې په دې پروژه کې ډېر وخت ضایع شوی او له چینایي قراردادي څخه یې وغوښتل چې د عینک د مسو کان د پروژې کار ژر تر ژره پیل کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال چینايي شرکت ته ډاډ ورکړ، چې د کارکوونکو خوندیتوب به یې تضمین شي.

د عینک د مسو کان قرارداد په ۱۳۸۷ کال کې له چینایي شرکت MCC سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شو؛ خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.

په کابل کې د چین سفیر د می په میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ډاډ ورکړ، چې د مس عینک پروژه به پرته له دې چې کلتوري اثارو ته زیان ورسوي، ترسره شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو