متقي له اسماعیل هنیه سره د ټیلفون پر لیکه په ځینو سياسي او سيمه‌يیزو مسايلو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د حماس د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره ټيليفوني خبرې وکړې.

د دغه وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په اېکس پاڼه لیکلي، چې له ښاغلي هنیه سره د ټيليفون په لیکه په غزه کې پر وروستيو سياسي او سيمه‌ييزو مسايلو هراړخيزې خبرې اترې وشوې.
‏نوموړي کاږلي:« ښاغلي متقي د حماس ډلې د مبارزې او سرښندنو ستاينه وکړه او په جهادي مبارزه کې پر یووالي او استقامت ټينګار وکړ او اسلامي اصولو او ارزښتونو ته يې ژمنتيا یو اصل وباله.»
‏د هغه په خبره، ښاغلي متقي په بیجېنګ کې د فلسطيني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او اتفاق هرکلی وکړ.
په دغه لیکنه کې راغلي:« د دغو خبرو په لړ کې ښاغلي متقي یو ځلې بیا اسماعيل هنيه ته د دغې ډلې او افغانانو له‌خوا د فلسطيني ملت د مقاومت او برحقه داعیې څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.»
‏نوموړي په دغه لیکنه کې لیکلي:« ښاغلي هنیه د فلسطين په تړاو او په ځانګړې توګه په غزه کې د وروستيو پېښو په اړه ‏د دغې ډلې او افغان ملت له دریځه ستاینه وکړه او له اشغالګر رژیم سره د وروستیو مذاکراتو په اړه یې معلومات شریک کړل.»

نور خبرونه

رادیو