طالبان وايي، هغه پیر یې نیولی چې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ ته یې پټ په پټه سفر کړی و

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

طالب چارواکو د هغه پاکستاني پیر د نیولو خبر ورکړی، چې څو ورځې وړاندې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ ته ورغلی او خلکو یې تود هرکلی کړی و.
د دغه پیر د نیولو خبر له هغه وروسته خپرېږي، چې په خواله رسنیو کې ګڼو خلکو یې په اړه بېلابېل غبرګونونه وښودل.

د طالبانو د چارو د ادارې یو چارواکي عاکف مهاجر تېره شپه له نورو جزییاتو پرته پر اېکس پاڼه لیکلي:« پیر سره د هغه له پیروانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري ونیول شو.»
خو د طالبانو د امر بالمعروف ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغه پیر د نیولو خبره له هغې وروسته مخې ته راځي، چې د څو ورځو را په دې خوا داسې ویډیو ګانې په خواله رسنیو کې ښکته پورته کېږي، چې دغه پیر ته د شاه جوی ولسوالۍ خلک د هر کلي پر مهال د هغه لاسونه ښکلوي او پښو ته یې د سجدې په ډول ښکته کېږي.
د خواله رسنیو کاروونکو دغه پیر د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی بللی، چې د باړې پیر په نوم مشهور دی.
د طالبانو دغه کړنه د خواله رسنیو د ګڼو کاروونکو له لوري ستایل شوې او له دغې ډلې یې غوښتي، چې نوموړي پیر او د هغه مریدانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پیرانو په نامه یو شمېر خلک د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تګ راتګ کوي، تر دې وړاندې هم ځینو پیرانو د افغانستان لرې پرتو سیمو ته وخت نا وخت سفرونه کړي، چې ورسره هم‌مهاله ګڼ غبرګونونه هم مخې ته راغلي دي.
خو یو شمېر کسان بیا وايي، چې په تېر کې هم نیول شوي پیران د ځینو با نفوذه کړیو په منځګړیتوب بېرته خوشې شوي او لرې نه ده چې دغه نوی نیول شوی پیر به هم د څو ورځو وروسته بېرته خوشې کړای شي؛ خو بیا هم د دغه پیر وروستۍ نېونې ښايي د ځینو نورو پیرانو او خلکو سره دا وېره پیدا کړې وي، چې په راتلونکې کې له دغسې کړنو یا خو لاس په سر شي او یا هم په ډېر احتیاط سره ګام واخلي او د پیرانو پیري، او خپله مریدي پټ په پټه سره ونمانځي.

نور خبرونه

رادیو