د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره په ټرافیکي پېښه کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، تېره ورځ ناوخته د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند سیمه کې د یوه باروړونکي او سورلۍ موټرو د ټکر په پېښه کې یو ماشومه مړه او د دوو ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي.

ويل کیږي، دغه ټکر د لغمان اړوند د چینایانو بېز سیمه کې د یوه ټیلر او سراچې موټر تر منځ ټکر دغو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
تر دې وړاندې هم د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د موټرو د ټکر پېښې شوې او تل په کې درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.
باختر اژانس وايي، د دغې پېښې ټپیان د لغمان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د مسولانو له لوري د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې د موټرو د ټکر پېښې د چلوونکو ګړندی تګ او له ټرافیکي اصولو څخه د چلوونکو سرغړونه په ګوته شوې چې تل پر لویو لارو د ټکر لامل کیږي.

نور خبرونه

رادیو