‏امیرخان متقي د حقابې په اړه له ایراني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ایراني پلاوي ته ویلي، د دوی تګلاره داده چې اوبه ضایع نه شي او د هلمند په سیند کې د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان خلکو ته اوبه ورسېږي.

امیرخان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د ایران د نیرو وزارت مرستیال د ښاغلي جوانبخت په مشرۍ یو ایراني پلاوي سره په کتنه کې کړې دي.
‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په دې اړه په اېکس پاڼه لیکلي، په دې ناسته کې پر دوه اړخیزو اړیکو، د هلمند سیند د اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.
‏د نوموړي په لیکنه کې راغلي، د ایراني پلاوي مشر دا منلې چې د روان ۱۴۰۲-۱۴۰۳ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سیند څخه ډېره حقابه تامین شوې ده.
هغه هیله مندي ښودلې، چې د روان اوبیز کال تر پایه به نورې اوبه هم ترلاسه کړي.
‏له بل پلوه امیرخان متقي ټینګار کړی، چې د اوبو د شته‌والي سره به هڅه وکړي، چي د هلمند په سیند کې ایران ته کافي اندازه اوبه ورسېږي.
هغه زیاته کړې:« د کجکي بند شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی، چې په تېرو ٤٥ کلونو کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د بند شاوخوا ‏نیمايي زېرمو خپل اصلي ظرفیت له لاسه ورکړی، له همدې کبله ایرانی لوری دې دغه حقایق په پام کې ونیسي.»

نور خبرونه

رادیو