د طالبانو احصايې او معلوماتو اداره: تېره مياشت کې ۱۲۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د طالبانو د کنټرول لاندي د احصايې او معلوماتو اداره وايي په تېره چنګاښ مياشت کې يې د اسان خدمت له لارې ۱۲۰ زره ۱۴۵ کسانو ته برېښنايې پېژندپاڼې وېشلې دي.

دغې ادارې په خپلو معلوماتو کې ليکلي، چې تر ټولو ډېرې ۳۱ زره پېژندپاڼې يوازي په کابل کې خلکو ته ور کول شوې دي.

د طالبانو د احصايې اومعلوماتو ادارې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر کابل وروسته په هرات کې ۹ زره، په کندوز کې ۸ زره او ۱۶۶، بلخ کې ۷ زره او ۸۰۰ او په ننګرهار کې ۳ زره او ۵۵۰ برېښنايې پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

برېښنايي پېژندپاڼې د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې پیل شوې.

د احصايي او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، له هغه راهیسې د روان کال تر لومړۍ مياشتې يې ۱۲ ميليونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

نور خبرونه

رادیو