طالبانو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د خلاصولو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د طالبانو تر کنټرول لاندي باختر اژانس د سې شنبې په ورځ د طالبانو له قوله خبر ورکړ، چې د هرات د پنځو ولسواليو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره يې د سلمان بند اوبه خوشې کړې دي.

دغې رسنۍ د طالب چارواکو له خولې لیکلي، چې د دغه بند اوبه يې چشت شريف، اوبې، پښتون زرغون، انجیل او ګذرې ولسوالیو ته خوشې کړې دي.

د طالبانو دغې رسنۍ د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲مه) نېټه د هریرود - مرغاب د سيندېزې فرعي حوزې د دغې ډلې د چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې په دغو ولسوالیو کې د اوبو له درې توربينونو څخه په هره ثانیه کې ۶۰ متر مکعب اوبه کروندګرو ته رسېږي.

ویل کيږي، چې د سلما بند اوبه د کروندګرو د هوساینې په موخه د خلکو په خوښه سره خوشې شوې دي.

د سلما بند د افغانستان په لوېدیځ کې د هریرود او مرغاب د سينديزې حوزو یو له مهمو بندونو څخه دی، چې د جوړولو کار یې په ۱۳۹۴ کال کې په هرات کې پیل او په ۱۳۹۵ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نور خبرونه

رادیو