سرچینې: طالبانو په کابل کې د خورشید تلویزون یو پخوانی خبریال نیولی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د خورشید تلویزیون پخوانی انځور اخیستونکی حسیب سادات نیولی دی.

د دغه خبریال خپلوانو وویل، چې طالبانو شاوخوا لس ورځې وړاندې ښاغلی سادات نیولی او لا یې برخلیک څرګند نه دی.

د دغه خبریال خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) طالبانو له کوم دلیل پرته هغه له ځان سره بیولی دی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په وینا؛ د طالبانو له واکمنۍ مخکې حسیب سادات د خورشید تلویزیون لپاره د انځور اخیستونکي په توګه دنده ترسره کوله او له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د محتوا د جوړونکي په توګه په کار بوخت و.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو په ټول هېواد کې یو شمېر خبریالان د بېلابېلو دلایلو له مخې نیولي دي.

په دې وروستيو کې د دې ډلې استخباراتو په کندهار کې سيمه ييز خبريال محمديار مجروح نيولى چې تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۴ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو له حقونو څخه د سرغړونې ٨٩ قضيې، چې ٦٠ د ګواښونو او ٢٩ د نيولو قضيې په کې شاملې دي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ثبت شوي دي.

نور خبرونه

رادیو