ملا یعقوب: د دین او زموږ دوښمنان پرله پسې هڅې کوي، چې بې باوري رامنځته کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د طالبانو د دفاع سرپرست وزير د تخنيکي او مسلکي زده کړو د معیننيت په فراغت غونډه کې ويلي، چې «د دين او د دوی دوښمنان» پرله پسې هڅې کوي، چې د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.

ملا یعقوب مجاهد زياتوي، چې د دیني او عصري زده کړو کسان بايد په ګډه کار وکړي.

د طالبانو د فاع سرپرست وزير ملا یعقوب مجاهد د سې شنبې په ورځ همدې فراغت غونډه ته په وینا کې وويل: «دوښمن دومره هڅې وکړې او دومره امکانات يې په کار واچول، چې موږ په منځ کې بې باروي، بې اعتمادي رامنځته کړي.»

نوموړي که څه هم د کوم کس، ډلې او هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې همدا دوښمن په تېرو لسیزو کې د بې باروۍ په رامنځته کولو بريالی شوی و.

ملایعقوب مجاهد د کورنيو مشرانو ته په خطاب کې وويل، چې «هر کور باید په ديني او عصري برخه کې اولادونه وروزي، تر څو له هره کوره د يوالي ناره پورته او د دوښمن د تخريب هڅې ناکامه شي.»

مجاهد زياتوي، چې د بې باروۍ، بې اتفاقۍ، تخريب او یو د بل په وړاندي د درېدو ذهنيت بايد ورک شي.

نور خبرونه

رادیو