فضلي: موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ د واحد فکر، قوي هوډ او سازماندهۍ څخه الهام اخلو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر وایي:«موږ په افغانستان کې د روان افراطیت او استبداد پر وړاندې خپله ملي مبارزه او داعیه د پښتون ژغورنې غورځنګ د اساسي سازماني اصولو او پرنسیپونو څخه د الهام او پېژندو پرته نه ژوندۍ ساتلی او نه یې پر مخ وړلی شو.»

ښاغلي فضلي د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲مه) پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: «په دې وروستیو کې د ګیله من د "شهادت" پېښې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ دومره لوړ کړ، چې په ټول افغان وطن کې د جبر او استبداد پر وړاندې په خورا یووالی او اتحاد بدرګه شو. دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یو دولت له مداخلې او ملاتړ پرته د ټولنیز انسجام او غبرګون یوه بې سارې پېښه وه.»

محمود فضلي وایي، چې دوی په بر افغان وطن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د واحد فکر، قوي هوډ او سازماندهۍ څخه الهام اخلي او دغه الهام یوازې په پاکو او لنډمهاله احساساتو او عواطفو پورې محدود نه دی، بلکې دوی ته د زده‌کړې لپاره روښانه درسونه او لارښوونې لري.

فضلي د دغو زده کړو تر ټولو مهم په سختو شرایطو او لوړو - ژورو کې د دغه غورځنګ د روایت ثبات او دوامداره خپرېدل یاد کړل او ویې ویل، چې په دې کې دوه نقطې ډېرې مهمې دي: «لومړی؛ د مخالف لوري یا دښمن کره او واضح پېژندنه او دویم؛ منظم سازماني فعالیت، چې فرد محوره نه دی، بلکې د یوه ډسیپلین لرونکي ټیم په وسیله د کړنلارو ترتیب او د پرېکړو عملي کول دي. »

ښاغلي فضلي د خپل اېکس لیک په وروستۍ برخه کې لیکلي: «په افغانستان کې د اوسني حاکم استبداد په وړاندې مذبذب، متردد او ګونګ دریځ نه یوازې دا چې د اوسنۍ غمیزې د سمون لپاره مرسته نه کوي، بلکې د اوسنۍ فاجعې د لا ځواکمنېدو او دوام سبب ګرځي. موږ ګورو چې څنګه ځینې کسان په یو وخت غازي امان الله خان او ملا هبت الله ته خپل اتل وایي.»

بل خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د بنو معترضینو ته په وینا کې ویلي: «هغه ورځ لېرې نه ده، چې له بلواکۍ او زورواکۍ څخه خپل تاریخي وطن ازاد کړو.»
منظور پښتین د بنو پرلت والو او معترضینو سره په کتنه کې وویل، چې په ولسونو کې ملي حرکت ورځ تر بلې زیاتېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په وروستیو کې د قومي عدالت اعلان کړی، چې د راتلونکي اکټوبر میاشتې په یوولسمه نېټه به جوړ شي.

نور خبرونه

رادیو