طالب چارواکي د کار ملي کنفرانس کې؛ بې‌کاري او لوږه له تېرو حکومتونو په میراث راپاتې ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د طالبانو له لوري د ‘کار ملي کنفرانس’ تر سرلیک لاندې غونډه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، ناکامه پلانونه، دوامداره جګړه، د معیاري کاري ځواک نشتوالی، اقتصادي او جرمي مافیا، ناانډوله صادرات او غوره مارکېټ ته د کورنیو تولېداتو د لاسرسي نشتوالی له تېر حکومته په میراث ورپاتې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو زوارت له لوري نن سه شنبه د (زمري دویمه نېټه) په کابل کې د ‘کار ملي کنفرانس’ تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.
په دغه کنفرانس کې د طالبانو د ګڼو وزارتونو او ادارو وزیرانو او استازو ګډون کړی.
طالبانو دغه کنفرانس ته دیني عالمان د پوهنتونونو استادان د خصوصي سکتور استازي او په پراختیايي برخه کې د نړۍوالو همکارانو استازي وربللي دي.
طالبانو په دغه کنفرانس کې د دوه ورځو لپاره په افغانستان کې د بې‌کارۍ پر لاملونو، د کاري زمینو په برابرولو، کړنلارو، د کار قوانیو او پالیسیو جوړولو او د هغو پر عملي کولو بحث کوي.
د دغه کنفرانس پر مهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري وویل، چې د افغانستان د کار په مخکیني قانون کې یې تعدیلات راوستي دي.
نوموړي د تعدیلاتو د جزییاتو په اړه څه ونه ویل خو وايي:« وخت او اړتیاوو ته په کتو یې د کار په قانون کې مو تعدیلات راوستي دي. دا قانون اوس د توشیح په حال کې دی او د نافذېدو سره به یې د کار په برخه کې ډېرې ستونزې حل او د کارګرو حقوق به خوندي شي.»
نوموړی وايي، دمګړۍ «امارتي ادارو» کې تر یو مېلیون کسانو په دندو بوخت دي.
خو ډېری کسان شکایت کوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونه کسان بې‌کاره شوي او پر ځای یې په دولتي ادارو کې ملایان په دندو ګومارل شوي دي.
همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یاد کنفرانس ته د خپلې وینا پر مهال وویل، د بې‌کارۍ او فقر د راکمولو لپاره دې نړۍوال د افغانستان د خلکو او مسوولینو په وړاندې نا قانونه او ناعادلانه محدودیتونه له منځه یوسي.
نوموړی د تېرو حکومتونو ناکامه پلانونه، دوامداره جګړه، (اشغال)، د معیاري کاري ځواک نشتوالی، اقتصادي او جرمي مافیا، ناانډوله صادرات او غوره مارکیټ ته د کورنیو تولېداتو د لاسرسي نه شتوالی د تېر حکومت څخه په میراث کې ورپاتې او په افغانستان کې د بې کارۍ اصلي لاملونه ګڼي.
مولوي کبیر وايي:« له اقتصادي بندیزونو سربېره مو بې‌کارۍ ته د حل لاره پیدا کړې، امنیت مو ټینګ کړی، لویې لارې مو خلاصې کړې، ټرانزیټي بندرونه فعال، له ګاونډیو سره اړیکې ټینګې او له افغانستان څخه مو د هر ډول ګواښ د مخنیوي ډاډ ورکړی.»
نوموړی ادعا کوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کر پای ته رسېدلی او ځای یې د غنمو او زعفرانو کرکېلې نیولی دی.
دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې وویل، چې په نړۍواله کچه ۳۸ فعاله استازولۍ لري او ګاونډیو او خلیج هېوادونو سره د ماهرو او نیمه ماهرو کارګرانو د کار منلو په موخه په خبرو بوخت دي.
خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونو افغانانو هېواد پرېښود او لا هم زرګونه افغانان په پاکستان او ایران کې په سختو کارونو بوخت دي.
همدارنګه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري وايي، د افغانستان په کانونو کې شاوخوا ۴۷ زره کسان په کارونو بوخت دي.
نوموړی وايي، په نږدې وختونو کې به د مس عینک او ټاپي پروژو د عملي چارو په پیلېدو سره زرګونو افغانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
طالب چارواکي وايي، په دغه کنفرانس کې به په داسې کړنلارو، قوانیو او پالیسیو کار وکړي، چې کاري فرصتونو پیدا، د فقر کچه راټیټه او د افغانستان خلک په ځان بسیاینې ته ورسېږي.
په یاد کنفرانس کې نږدې هر طالب چارواکي د خپلې وینا پر مهال پر نړۍوالو غږ وکړ، چې پر افغانانو او طالب مشرانو دې ناقانونه او ناعادلانه بندیزونه پای ته ورسوي او دغه ډلې ته دې د همکارۍ لاس وغځوي.

نور خبرونه

رادیو