ملا ندیم: داسې بشري ځواک روزو چې پروژو پلي کولو کې له بهر د کسانو غوښتلو ته اړتیا نه وي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ملا ندا محمد ندیم وايي، اړوند وزارت داسې بشري ځواک روزي چې دې ته اړتیا پیدا نشي چې د پروژو د پلي کولو لپاره له بهر افغانستان ته کسان وغوښتل شي.

خو پر طالبانو نیوکه دا ده چې واک ته رسېدو راهیسې له ادارو مسلکی کسان لرې کوي او خپلې خوښې کسان ګماري.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر له قوله لیکلي چې ملا ندا محمد ندیم نن د «کار ملي کنفرانس» ته وینا کې ټینکار وکړ چې د فساد کچې کمولو لپاره د کار زمینې برابرول مهم دي.

ندیم زیاتوي چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ډاډ ورکوي، چې په ټولو اړوندو برخو کې په کارپوه بشري ځواک روزي.

د نظر خاوندان په دې اند دي چې تېر جمهوریت ړنګېدو سره د طالبانو له وېرې او سختو بندیزونو له امله مسلکي بشري ځواک له وطن څخه وتلو ته مجبور شو او پاتې یې هم د وتلو هڅې کوي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې د بشري ځواک د تیارولو ډاډ ورکوي چې دغه ډلې د حکومت له پیل مسلکي کسان له دولتي ادارو څخه وشړل او پرځای یې خپل کسان وګمارل.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه ویلي و، چې شاوخوا له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنه د پوهنتون استادان له افغانستانه وتلي دي.

خو ځینې راپورونه وايي، چې یوازې له کابل پوهنتون تر څلور سوو استادان بهر وتلي دي.

نور خبرونه

رادیو