د ایران یو نظامي چارواکی وايي چې دغه هېواد له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د ایران د پوځ یو چارواکی وايي، چې ایران له افغانستان سره پر پوله دېوال جوړي چې د ناقانونه ننوتلو او د نشه یې توکو د قاچاق مخنیوی وشي.

له دې وړاندې هم ایراني چارواکو ویلي وو، چې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو د حل لپاره د افغانستان سره پر پوله دېوال جوړوي.

د ایران د پوځ د ځمکني ځواک د انجینرۍ قطعې قوماندان جنرال احمد اکبري نن سې شنبه ایراني رسنیو ته وویل، چې دغه څلور متره لوړ دېوال به له افغانستان سره د څه باندې ۹۰۰ کیلومتره پولې ۳۰۰ کیلومتره برخه بنده کړي.

ایراني رسنیو لیکلي چې تمه کیږي، چې دغه دېوال به د مخدره توکو د قاچاق مخه ونیسي او له افغانستان څخه د ناقانونه کډوالو د راتګ په لړ کې به په سرحدي سیمو او ټول هېواد کې د اوسېدونکو امنیت پیاوړی کړي.

دغه پلان چې د روان کال په لومړیو کې په ډاګه شو، د کانکریټي دېوال جوړول، د اغزن تار، کټارو او د پولو په اوږدو کې د مناسبو سړکونو جوړول شامل دي.

ایران د لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی؛ خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ایران ته د افغان کډوالو د تګ بهیر چټک شوی دی.

رسمي سرچینې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونه بولي.

له دې وړاندې محمدباقر قالیباف د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په یوې مناظره کې ویلي، چې ټولې ټولنیزې ستونزې د هېواد ختیځې برخې سره تړلې دي.
د ولسمشرۍ لپاره دغه نوماند زیاته کړې وه:« باید د پاکستان او افغانستان سره پر ختیځه پوله دېوال وغځوو، چې د هغه ځای امنیت ټینګ شي.»

نور خبرونه

رادیو