د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي واشنګټن له طالبانو سره 'مالي مرسته' نه کوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر له طالبانو سره د واشنګټن د مالي ملاتړ خبره رد کړه.

نوموړي له افغانستان سره د امریکا مرستو ته د طالبانو احتمالي لاسرسی ناسم وباله او خبریالانو ته یې وویل چې هېواد یې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون په افغانستان کې د امریکا د وسلو د پاتې کېدو په اړه د یوه خبریال پوښتنې ته ځواب ونه وایه، خو ویې ویل: «کله چې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو خبره کېږي، موږ په حقیقت کې له طالبانو سره مالي مرستې نه کوو.»

سیګار په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې د مصرفوونکو ادارو لخوا له افغانستان سره ددغه هېواد ۲۹۳ میلیونه ډالرو مرستو څېړنه وکړي.

دغې ادارې ویلي، ښايي طالبانو له دې مرستو ګټه پورته کړې وي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي مفتش په مۍ میاشت کې وویل چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۳۰ راهیسې له افغانستان سره له ۱۷ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړې دي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو راهیسې د امریکا پالیسي له طالبانو سره پر ښکېلتیا متمرکزه ده او تر اوسه یې د طالبانو ضد وسلوالو ملاتړ ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

نور خبرونه

رادیو