د پاسپورټ نوې ارزونه: په نړۍ کې د افغانستان پاسپورټ نور هم بې اعتباره شوی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د هینلي پاسپورټونو د ارزونې ادارې اعلان کړی، چې د افغانستان د پاسپورټ ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او نور هم بې اعتباره شوی دی.

د ارزونې له مخې؛ پخوا افغان پاسپورټ لرونکو ۲۷ هېوادونو ته له وېزې پرته تګ راتګ کاوه، خو اوس دا شمېر ۲۶ هېوادونو ته راټیټ شوی دی.

د هینلي ادارې په خپله ارزونه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، یو ځل بیا د افغانستان پاسپورت د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ بللی دی.

د هینلي پاسپورټ ارزونې ادارې ویلي: "افغانستان د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ پاتې شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې یې یو بل هېواد ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی."

د هینلي ادارې د راپور له مخې؛ د هغو هېوادونو شمېر چې افغان اتباع یې له وېزې پرته سفر کولای شي ۲۶ هېوادونو ته راټیټ شوي دي.

د ادارې په وینا؛ دا د ارزونې په ۱۹ کلن تاریخ کې تر ټولو ټیټه نومره ده.

سینګاپور یو ځل بیا د نړۍ د قوي پاسپورټ لقب خپل کړ.

د سینګاپور وګړي کولی شي له وېزې پرته ۱۹۵ هېوادونو ته سفر وکړي.

فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او اسپانیا په دویم ځای کې دي، چې هر یو یې ۱۹۲ بې وېزې هېوادونو ته تللی شي.

اتریش، فنلنډ، ایرلنډ، لوګزامبورګ، هالنډ، سویلي کوریا او سویډن په درېیم ځای کې دي.

انګلستان، بلجیم، ډنمارک، نیوزیلینډ، ناروې او سویس په څلورم ځای کې پاتې دي.

د متحده ایالاتو پاسپورټ د هینلي په لیست کې خپل ښکته تګ ته دوام ورکړ ، چې ۱۸۶ هېوادونو ته د وېزې پرته سفر کولو اجازه ورکوي، اتم ځای ته رسېدلی.

لس کاله وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې برېتانیا او امریکا په ګډه د هینلي په نوملړ کې لومړی ځای درلود.

د وروستیو شمېرو له مخې؛ د متحده عربي اماراتو، چین او اوکراین د پاسپورټ ارزښت زیات شوی او د دغو هېوادونو پاسپورت لرونکي کولای شي له وېزې پرته نورو هېوادونو ته سفر وکړي. سوریه، یمن، بنګله دېش او نایجیریا هم زیات شاته تګ تجربه کړی دی.

د هینلي پاسپورټ ادارې یوه نړۍواله ارزونه ده، چې د پاسپورټونو اعتبار د هغو هېوادونو د شمېر پر اساس درجه بندي کوي چې د هر هېواد وګړي کولی شي پرته له وېزې سفر وکړي.

نور خبرونه

رادیو