امیر خان متقي: د دوحې په غونډه کې ګډون به له نړېوالو سره زموږ اړېکې ښې کړي

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اختر له رخصتیو وروسته د یاد وزارت کارکونکو ته د وینا پرمهال وویل، چې له امریکا او لوېدځیو هېوادونو سره هم داسې نږدې اړیکې غواړي لکه دا مهال یې چې د افغانستان له ګانډیو هېوادونو سره لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ څلورمه) د بهرنیو چارو وزات کارکونکو ته د لوی اختر له رخصتیو وروسته د رسمیاتو د پیل پرمهال وینا خپره کړې ده.

امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال د دوحې درېیمې ناستې ته په اشاره وویل: «د دوحې ناستې ته زموږ وربلل او ګډن کول د نړېوالو له لوري زموږ د ارزښت پوهېدو په معنا دي.»

نوموړی زیاتوي: «په راتلونکو ورځو کې د دوحې ناسته جوړیږي، موږ ته رسمي بلنه راکړل شوې، چې په دغه غونډه کې ګدون وکړو، دا هم پردې دلالت کوي، چې زموږ ارزښت نړېوال ورځ تر بلې درک کوي.»

خو د طالبانو پر حکومت ملګري ملتونه او نور نړېوال سازمانونه نیوکې کوي او وايي، چې په افغانستان کې د یوه ټولکډونه حکومت نشتوالی، د نجونو د زده کړو او ښځو ته په ټولنیزو برخو کې د حق په نه ورکړې او په ډیرو نورو ستونزو سربېره یې بشري حقونه هم تر پښو لاندې کړي دي.

تردې مهاله طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې د خپل احتمالي پلاوي نوملړ نه دی رسنیز کړی. خو تمه ده چې د راتلونکي اونۍ تر ورستیو به طالبان د دوحې په غونډه کې د ګډون په موخه خپل استازي قطر ته واستوي.

نور خبرونه

رادیو