م.م کې د امریکا سفیره: په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د چین او روسیې د نظر مخالف یو

۱۳ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیره وايي، واشنګټن د بیجېنګ او مسکو سره په افغانستان کې د روان بشري وضعیت پر سر د نظر اختلاف لري.

توماس ګرینفیلډ افغانستان انټرنشنل ته وویل، امریکا ته د طالبانو له رسمیت پېژندنې مخکې د بشري حقونو موضوع لومړیتوب لري.
مېرمن ګرینفیلډ د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۸مه) افغانستان انټرنشل ته وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره شرایط په دوامداره توګه د خرابېدو په حال کې دي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل:« موږ داسې فکر کوو، چې باید ډېر داسې څه وکړو چې هغوی [طالبان] دې ته اړ کړو چې د ځواب ویلو لپاره چمتو شي.»
هغې وویل، چې طالبان نه شي کولای د افغانستان نیمايي وګړي له ټولنیزو چارو بې برخې کړي او هغوی ته د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان په پرمختګ کې ونډه واخلي.
مېرمن ګرینفیلډ په افغانستان کې د بشري حقونو مسله د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره اصلي شرط یاد کړ، په کوم چې له روسیې او چین سره یې په اړه «ژور اختلاف» لري.
هغې دا رنګه وویل، امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو ملاتړ کوي او له دغه سازمانه غواړي چې دغه چاره دې ترسره کړي.

مېرمن ګرینفیلډ زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید له طالبانو سره په مسلو کې ښکېل شي او هغوی دې داسې لارې ته وهڅوي چې د نړۍوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وویل، چې تر اوسه طالبان دغه ځای ته نه دي رسېدلي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه په ملګرو ملتونو کې د دغه سازمان، د سیمې هېوادونو او طالبانو تر منځ به لانجمنې مسلې بدله شوې، چې د څو میاشتو له تېرېدو وروسته هم کومې پایلې ته سره نه دي رسېدلي.
طالبانو په کلکه د دغه استازي له ټاکلو سره مخالفت څرګند کړی چین، روسیې او ایران هم دغه پرېکړه د طالبانو د رضایت د تر لاسه کولو سره تړلې بللې.

نور خبرونه

رادیو