د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان د نجونو پر زده‌کړو درې کلن بندیز لنډمهالی ګام بولي

۱۳ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، طالبانو له شپږم ټولګي پورته له یو میلیون څځه د زیاتو نجونو پر زده‌کړو د بندیز درې کاله بشپړیږي خو دوی یې لنډمهالی ګام بولي.
دغه سازمان وايي، چې طالبانو لاهم نجونو ته خوندي چاپیریال نه دی موندلی.

د بښنې نړۍوال سازمان تېره ورځ چهارشنبه (وږي ۲۸مه) ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز درې کاله پوره کیږي او دوی یې لنډمهالی ګام بولي.
دغه سازمان وايي، طالبانو درې کاله وړاندې ويلي وو، چې د نجونو پر زده‌کړو یې ځکه بندیز لګولی چې غواړي هغوی ته خوندي چاپیریال رامنځته کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، طالبانو په دې پلمه له یو میلیون څخه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې دي، او لا یې هم هغوی ته خوندي چاپیریال نه دی موندلی.
یاد سازمان وايي، په داسې حال کې چې له یو میلیون څخه زیاتې افغانې نجونې د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه بې برخې دي، خو طالبان دغه ناوړه بندیز خپله «کورنۍ موضوع» بولي.
د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید د جنسیتي ځورونې او د بشریت ضد جرم په توګه په نړۍواله محکمه کې وڅېړل شي.
دغه سازمان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي او ساتنې لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له ټولو ډولونو کار واخلي.
د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو غواړي چې افغانستان کې دې جنسیتي تاوتریخوالی پای ته ورسوي، ښوونځیو او پوهنتونونو ته دې د نجونو د بېرته راستنیدو او په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري برخو کې د ښځو د معنوي ګډون لپاره زمینه برابره کړي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د درېیو کلونو په تېرېدو طالبانو د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لګولی، او د دې تر څنګ یې ښځې او نجونې له سیاسي، ټولنیزو، کلتوري فعالیتونو منعه کړې، او د امربالمعروف د نوي قانون له مخې یې ان د دوی غږ «عورت» بللی دی.

نور خبرونه

رادیو