په امنیت شورا کې افغانه پېغله: افغان مېرمنې روبوټونه نه دي چې د طالبانو په اشارې حرکت وکړي

۱۷ ساعتونه مخکې

د مینا په نامه یوې افغانې پېغلې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغان مېرمنې او نجونې نن سبا د طالبانو تر سخت ستم لاندې ژوند تېروي.

مینا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه یو په یو وشمېرل او هغه یې د انساني حقوقو سره په بشپړ ټکر کې وبلل.

هغې وویل، طالبان دوی ته د روبوټونو په سترګه ګوري او هر څه باید د دغې ډلې په خوښه او سپارښتنه تر سره شي.
نوموړې د غونډې برخه‌والو ته په تېر حکومت کې د طالبانو پر بریدونو هم رڼا واچوله او د هغو بریدونو روښانه انځور یې وړاندې کړ، چې طالبانو به ښوونځي په نښه کول.

هغې وویل:« زه چې هغه مهال د ښوونځي زده‌کوونکې وم هره ورځ به له وېرې او ډار سره یو ځای ښوونځي ته تللم، له یاده مې نه وځي چې طالبانو زموږ پر ښوونځي برید وکړ چې له امله یې ۲۵ زده‌کوونکې ځای پر ځای ووژل شوې او په لسګونه نورې ټپیانې شوې، موږ د خپلې هرې خورلڼې د بدن غړي اندامونه ولیدل چې هرې خوا خواره واره پراته ول.»
نوموړې د خپلې وینا په یوې بلې برخه کې زیاته کړه:« موږ پوهېدو چې د طالبانو دغه راز بریدونه نه لومړي دي او نه وروستي؛ خو بیا هم موږ د تعلیم لمن نه خوشې کوله، له هر برید وروسته به بیا ښوونځیو ته روانې وو، ځکه دا زموږ حق و او باید ترېنه مو ګټه اخیستې وای.»
دغې افغانې پېغلې له افغانستانه د وتلو خپله دردوونکې کیسه هم وکړه، چې څنګه او د څومره خوارۍ په ګاللو سره له هېواده ووته او خپله کورنۍ او ارمانونه یې تر شا پرېښودل.
اغلې مینا له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغان نجونو راتلونکې دې له پامه نه غورځوي او پر طالبانو دې فسار راوړي چې له خپل دریځه په شا شي او د افغان پېغلو لپاره دې د زده‌کړو او کار زمینې برابرې کړي.
نوموړې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو غږ وکړ، چې نور دې د خبر پاڼو او نمایشي غونډو پر ځای عملي ګامونه واخلي او هغه هېوادونه چې لا هم له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دي باید په دې پوه شي چې دغه ډله په خپلو ژمنو ولاړه نه ده او هغه کړنې تر سره کوي چې د نړۍ په هیڅ قانون کې ځای نه لري.
خو په ټوله کې دا یوازې مینا نه ده، چې له دغه شان دردونو او کړاونو پلو پورته کوي؛ دا هغه درد دی چې نن سبا هره افغانه پېغله او مېرمن ورځینې کړیږي.

نور خبرونه

رادیو