طالبان وايي، له ایران او پاکستانه ۲۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) ۲۸۹ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې کړل شوې دي.
یادې کورنۍ د دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې را ستنې شوې دي.

له ایران او پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د چهار شنبې په ورځ د (وږې ۲۸مه) ۱۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۲۳ د کندهار د سپین بولدک، ۹۳ د نمیروز د وریښمو پله او ۱۴۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږلي او له یو شمېر نورو اړمنو راستنو شویو کورنیو سره یې مرستې هم کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاطه کار واخلي.

امیر خان متقي په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل:« په ځانګړې توګه مو د پاکستان او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه لکه څنګه یې چې په څلوېښتو کالو کې د میلیونونو افغانانو کوربه‌توب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»

په دې وروستو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
هم‌مهاله افغان کډوال شکایت کوي، چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.

نور خبرونه

رادیو