طالبان دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د شرط په توګه ملګرو ملتو کې د افغانستان څوکۍ خپلول غواړي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۵

د طالبانو یوې معتبرې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، دغې ډلې د ملګرونو ملتونو او قطر پلاوي سره د دوحې ۳ غونډه کې د ګډون لپاره ۶ شرطونه وړاندې کړي.

د طالبانو یو شرط دا دی، چې په م.م. کې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي، چې لا هم د پخواني حکومت استازی پرې ولکه لري.

د تېر په څېر د طالبانو دوهم شرط دا دی، چې د دوحې دریمه ناسته کې دې د افغانستان لپاره کوم خاص استازی نه ټاکل کیږي.

دریم شرط دا ښودل شوی، چې د غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه دې له دوی سره سلا مشورې وشي.

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان نه غواړي، د دوحې د دریمې ناستې په اجنډا کې له شپړم پورته د اجونو د زدکړو، د مېرمنو د کار او همدا رنګه د یو ټولکډونه حکومت د جوړېدو په اړه موضوعات مطرح شي.

د طالبانو سرچینې وايي دوی د ملګرو ملتونو او قطر پلاوو ته ویلي، چې دا د افغانستان کورني موضوعات دي او د حل لپاره یې د مناسب چاپریال د جوړېدو په هڅه کې دي.

سرچینې زیاتوي طالبانو دغو پلاو ته په ډاکه کړې ده، چې دغه ډله یوازې په افغانستان پر راغلي امنیت، د نشه توکو له منځه وړلو او د وسلوالو ډلو په ځانګړي توکه د داعش پرضد ګامونو پورته کېدو په اړه بحثونو ته چمتوالی لري.

م. م. پر څه بحث غواړي؟

دغې سرچینو وویل، کابل ته د ملګرو ملتونو را غلي پلاوي له طالب چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې د دوحې دریمه ناسته کې به د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار، ټولکډونه حکومت، زندانونو ته د ملګرو ملتونو د بشري برخو لاس راسي او په افغانستان کې له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پرې پرې کېدو او د شته تعامل په بردوام خبرې وشي.

د طالبانو سرچینې وايي تر اوسه دغه ډله د خپلو وړاندې شوو شرایطو د منلو په تمه ده او بیا له هغه وروسته د دوحې په دریمه ناسته کې د کډون یا هم د نه کډون پرېکړه کوي.

د غرب یوې دیپلوماتیکې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې طالبان د دوحې په دریمه ناسته کې د افغان استازو له کډون او د ځانګړي ستازي له ټاکل کېدو سره هم کلک مخالفت لري.

دغه دیپلوماتیکه سرچینه زیاتوي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ غوښتلو په هکله د طالبانو شرط د دې ډلې یو تکتیک دی، ځکه دوی پوهیږي چې امکان نه لري، دا څوکۍ ور وسپارل شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ددوحې دویمه ناسته کې ګډون ونه کړ، خو دریمه ناسته کې د ګډون لپاره د دې سازمان د سرمنشي مرستیال تېره اونۍ کابل ته لاړ او همدارنګه له تېرې پنجشنبې را هیسې د قطر پلاوی هم کابل کې دی.

د قطر د دولت وزیر او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په مشرۍ پلاوي له طالب چارواکو سره لیدنو کې دا ډله په دغه غونډه کې ګډون ته هڅولې ده.

د متقي او قطري پلاوي کتنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او مل پلاوي سره یې په کتنه کې د دوحې په دریمه ناسته کې د طالبانو د ګډون شرایط پرځای وبلل او په وینا یې، ټول په دې باور دي چې د طالبانو له ګډون پرته دغه ناسته بې ګټې ده.
‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ټویټ له مخې، په دغه کتنه کې متقي په ټول کې د دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د طالبانو دریځ په وضاحت سره وړاندې کړ او هم یې په دې غونډه کې یې د اقلیم د بدلون، خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه د بحث کولو سره رضایت څرګند کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په لیدنه کې د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې وې.

متفي ویلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیمي بدلون اغېزو په اړه بحث ښه موارد کېدلی شي.

د دوحې دریمه ناسته د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د جون په ۳۰مه او جولای په لومړۍ نېټه (د وږي ۱۰مه او ۱۱مه) جوړېږي.
ملګرو ملتونو د دغې ناستې موخه «له افغانستان سره په همغږي او منظمه توګه د نړیوالو د تعامل ډېرښت» یاد کړی دی.

نور خبرونه

رادیو