د طالبانو اقتصاد وزارت: کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په ټرانزیټ او سوداګرۍ خبرې وشوې

پرون

د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، چې په کابل کې یې د اذربایجان له سفیر سره د دواړو هیوادونو تر منځ د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې دواړو هیوادونو د لاجوردو لارې د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو اقتصاد وزارت تېره ورځ ناوخته د (وږي ۲۷مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره د افغانستان او اذربایجان تر منځ د ټرانزیټي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې.
د دغه وزارت له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي چې، دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې مهمې بللې او په بېلابېلو برخو کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر د ۱۴۰۳ کال د وږی۱۳مه ويلي و، چې د اذربايجان د لومړي وزير مرستيال له ملابرادر سره په ليدنه کې د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې ده.

له دغه دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې دغه ليدنه د ازبکستان د ترمز نړۍوال سوداګريز مرکز د پرانيستنې مراسمو په څنډه کې شوې.

طالبانو په وروستیو کې د ایران په ګډون له ازبکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې د سیمې هېوادونو سره لا پراخې او اقتصاد محوره شي.

نور خبرونه

رادیو