جیونیوز: ملي سرود ته د بې احترامۍ په غبرګون کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار شو

پرون

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له‌خوا د ملي سرود د بې احترامۍ په اړه د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړ.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دغې رسنۍ د سرچينو له قوله ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه چارواکي ته یو شکایت لیک هم ورکړی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي و، چې د کوربه هېواد د ملي سرود بې احترامي د سفارتي اصولو خلاف کړنه ده او د طالبانو د جنرال قونسل دغه کړنه د غندنې وړ ده.
هغې زیاته کړه:« موږ په کابل او اسلام اباد کې افغان چارواکو ته خپل سخت احتجاج وړاندې کوو.»
پېښور کې د قامي رحمت لعل الامین په کانفرنس کې د پاکستان د ملي سرود غږېدو پرمهال په پېښور کې د طالبانو جنرال کونسل یې په احترام ونه درېد، چې د نوموړي دغې کړنې په پاکستان کې پراخ غبرګونونو راوټوکول.
په پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ ویاند شاهدالله له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د پاکستان د ملي سرود سپکاوی هېڅکله د دوی موخه نه وه.
هغه وويل، چې په ملي سرود کې موسيقي وه؛ نو ځکه ورته نه دي درېدلي.
هغه زیاته کړه:« موږ د موسیقۍ له امله پر خپل ملي سرود هم بندیز لګولی دی.»
هغه وويل، که ملي سرود پرته له موسيقۍ غږېدلى و؛ نو د دوی جنرال قونسل به خامخا ورته درېدلی و.

خو په ټوله کې پر طالبانو هم په کور د ننه او هم بهر کې نیوکه دا ده، چې د دغې ډلې مشران له ډیپلوماټیکو تګلارو ناخبره دي او ډېر ځله هغه په لویو او نړۍوالو دریځونو کې له پامه غورځوي.

نور خبرونه

رادیو