رینا امیري: د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې د افغانو ښځو د ګډې مبارزې ملاتړ کوو

پرون

د افغانو ښځو په برخه د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په البانیا کې د افغانو ښځو وروستۍ ناستې ته په اشارې وايي، د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې د افغانو ښځو ګډه مبارزه دا ښيي چې ټول یې له حقونو د دفاع په برخه کې ځواب ووايي.

هغه وايي، افغانې ښځې په کور دننه او بهر د طالبانو د ۹۰مې لسیزې د توندو تګلارو په وړاندې له خپلو حقونو د دفاع په برخه کې په یووالي مبارزه کوي، چې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولو لپاره پیغام ورکونکې دي.
د روانې اوونۍ په سر کې په البانیا کې افغان مېرمنو له درې ورځینۍ ناستې وروسته د غونډې ګډونوالو په یوې پرېکړه لیک کې د افغانستان د ښځو وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې له سیاسي مشارکت څخه د افغانو ښځو اېستلو سیاسي او مدني بې باوري رامنځته کړې ده. رینا امیري وړاندې وايي، دغه خوځښت چې ګڼې مشرانې لري، د یوه متحد افغانستان د ملاتړ لپاره چې د افغانانو حقونو ته په کې درناوی کیږي مبارزه کوي.
په البانیا کې د افغانو ښځو د وروستۍ ناستې ګډونوالو د افغانو ښځو وضعیت ته په اشارې اندېښنه ښودلې؛ او خبرداری یې ورکړی چې، که د افغانستان روان وضعیت ته په وخت سره رسېدنه و نه شي هېواد به د بې ثباتۍ په لوري ولاړ شي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، افغانې مېرمنې او نجونې یې له ټولو حقونو په ځانګړې توګه له سیاسي او مدني مشارکت، ازادۍ، کار، لوړو زده‌کړو او ښوونځیو راګرځولې دي.

د افغانو ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري نن چهارشنبه د (وږي ۲۸مه) په ایکس پاڼه وړاندې لیکلي چې د افغانو ښځو د حقونو دغه فعالانې به کله هم تسلیم نه شي، او د دوی په ملاتړ به په هره پلازمېنه کې د افغانو ښځو او نجونو له حقونو دفاع ته دوام ورکړي.
په البانیا کې د افغانو ښځو فعالانو د ناستې ځینې نورې اندېښنې دا وې چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړلو ښوونې او روزنې ته لاسرسی کم کړی. او په افغانستان کې د بېلابېلو نړۍوالو ترهګرو سازمانونو شته والي، قومي او مذهبي تاوتریخوالی افغانستان د یوې بلې تیارې په لوري بیايي.
د افغان ښځو د ناستې د پرېکړه لیک په یوه بله برخه کې راغلي، چې افغانستان دا مهال له پراخ بشري ناورین سره مخ دی، چې تر ټولو لوی زیان په دې برخه کې ښځو ته رسېدلی دی.

د هغه پرېکړه لیک له مخې، د بشري مرستو په وېش کې د ښځو د کار کولو مخنیوی هم د دې لامل شوی، چې مرستې په عادلانه توګه و نه وېشل شي.

نور خبرونه

رادیو