د افغانستان په اړه نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کوي

پرون

په کابل کې د یوناما دفتر ویلي، دغه ناسته چې نن ماښام د کابل به وخت ۶:۳۰ بجې جوړېدونکې ده، په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره رزا اوتنبایوا په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه برخه‌والو ته مالومات ورکړي.

د افغانستان به اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه د روان کال د چنګاښ په میاشت کې جوړه شوې وه.
تمه کېږي، چې د یوناما مشره به په دغه ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په تېره بیا د ښځو بشري وضعیت ته به هر اړخیزه کتنه وکړي او تر ځنګ به یې د طالبانو د امر بالمعروف له نوي قانون څخه هم پلو پورته کړي.
دا رنګه د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د راپورونو له مخې ګڼ افغانان د لوږې سره مخامخ دي او په راتلونکي ژمي کې په دې اړه اندېښنې هم مخ په زیاتېدو دي، کېدای شي د دغې ناستې برخه‌وال په دې برخه کې هم څه نا څه تم شي.

نور خبرونه

رادیو