صالح: د دوحې درېیمه ناسته په حقیقت کې د دوحې لومړۍ ناستې ته د مشروعیت ورکولو هڅه ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، هرکله چې د امريکا مداخله رسوا او بدنامه شوې؛ نو د هغې د مدیریت دوام ملګرو ملتونو ته پرېږدي. هغه په اېکس پاڼه لیکلي، د دوحې درېیمه ناسته په حقیقت کې د دوحې لومړۍ ناستې ته د مشروعیت ورکولو یوه هڅه ده.

هغه زیاته کړې، له طالبانو سره د واشنګټن او لوېدیځ بلاک تر منځ د تعامل له اندازې دا څرګندېږي چې د دوحې د هوکړې پټې ضمیمې تر اصلي سند غوره دي.
هغه وایي، د دوحې ناستې ته هیله‌مندي د ورېځو پر سر د کور جوړولو په مانا ده.
هغه په خپلې لیکنې کې دا هم ویلي:« باید په دې وپوهېږو، چې د دوحې هوکړه کوونکو افغانستان ګومارل شویو ترهګرو ته وسپاره.»
هغه وړاندې کاږلي:« طالبان له اونیزې نغدي کڅوړې پرته د ملکي بودجې د دېرش سلنه ورکړې وس هم نه لري؛ نو دغه پیسې څه کېږي؟ چېرې لګول کېږي؟»
هغه زیاته کړې، د افغانستان درې مېلیارده پولي زېرمې کنګل کېږي او پرځای یې طالبانو ته د بشري مرستو په نوم ۱۷ مېلیارده ډالر ورکول کېږي.
هغه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څلور مېلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي، چې د ستنېدو په صورت کې د سپکاوي او ربړونې سره مخ کېږي او په دې اړه اسناد هم لري.

نور خبرونه

رادیو