پاکستان: د طالبانو د سفارت وضاحت ردوو، د ملي سرود سپکاوی د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده

۱۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د کونسلګرۍ له‌خوا د ملي سرود د سپکاوي په اړه د طالبانو د سفارت څرګندونې په کلکه ردې کړې.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې د ملي سرود سپکاوی د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده.
هغې په دې اړه د خپلې اونیزې خبري ناستې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د کوربه هېواد د ملي سرود سپکاوی د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده او هغه په کلکه ردوي.
اغلې بلوڅ وويل، چې په نړۍ کې د ډيپلوماټيکو ارزښتونو درناوى پر ډيپلوماتانو فرض دى، ملي سرود او ملي بېرغ ته درناوى حتمي دی.

هغې زیاته کړې، چې دغه موضوع یې د طالبانو له حکومت سره هم شریکه کړې ده.
تر دې وړاندې په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ په یو بیان کې ویلي و، چې د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي اراده یې نه لرله او کونسل ځکه ملي سرود ته ونه درېد چې په ملي سرود کې موسیقي غږول شوې وه.
له بل پلوه تېره ورځ د خیبر پښتونخوا مشر وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې د طالبانو له جنرال کونسل محب الله شاکر څخه دفاع وکړه.
ښاغلي ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د وینا پر مهال د طالبانو د کونسلګرۍ د وضاحت په حواله وویل، چې د طالبانو کونسلګرۍ په دې اړه وضاحت ورکړی، چې شاکر د پاکستان ملي سرود ته د موسیقۍ له امله نه دی درېدلی؛ ځکه چې ملي سرود سره موسیقي ګډه وه او طالبانو هم له خپل ملي سرود څخه موسیقي لرې کړې ده.

نور خبرونه

رادیو