د چمن پرلت‌وال: د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان خپل سرو پرېکړو ته نه تسلیمیږو

۱۳ ساعتونه مخکې

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې پرلت‌وال وایي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له حکومت سره هیڅ ډول معامله نه مني.

دغه پرلت‌وال وايي، د پاسپورټ او ویزې په جبري کېدو سره په سویلي پښتونخوا کې سوداګري او د خلکو اقتصاد په لوی لاس د پاکستان د حکومت له‌خوا زیانمن شوی دی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون پرلت له تېر یوه کال راهیسې دوام لري.
تېره ورځ په پرلت کې د سویلي پښتونخوا سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو ناسته وکړه.
د سیاسي ګوندو مشران او قومي مخور وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو خپل سرې پرېکړه په هیڅ توګه دوی ته د منلو نه ده.
د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وایي:« د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه زموږ ستونزه یوازې په سوداګرۍ کې نه ده، موږ په هیڅ ډول نه غواړو چې یو قوم په خپلو کې دوه ټوټې شي. موږ په دې برخه کې د هیڅ چا سره معامله نه کوو، موږ پر دغه دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ غواړو.»
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د یو شمیر قومي مشرانو او د پاکستان حکومت په منځګړيتوب پرلت پای ته ورسید.
خو پرلت‌والو دوه اونۍ وروسته بېرته پرلت وواهه. دوی وايي، چې د پاکستان حکومت پر خپلو ژمنو ونه درېد او د سپین بولدک او چمن خلکو ته پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ور نه کړل شوه.
قبایلي مشر اصغر خان اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت په لوی لاس په پښتني سیمو کې د پښتنو امنیت او سوداګرې زیانمنوي. موږ د پاکستان حکومت ته په واضح ټکو کې وايو، چې د دوی خپل سرو پرېکړو ته نه تسلیمیږو.»
پرلت‌وال وایي، د تېر یوه کال په موده کې د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی او د چمن ښار سلګونه ځوانان د کار پیدا کېدو په موخه د پاکستان نورو سیمو ته تللي دي.
که څه هم د پرلت وهلو څخه له یوه کال څخه ډېره موده تېرېږي؛ خو د پاکستان حکومت تر اوسه پرلت‌والو ته قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ویلی.

نور خبرونه

رادیو