امیرخان متقي: له تور نوملړه د طالب چارواکو د نومونو په اېستلو کې د پام وړ پرمختګ شوی

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، د اغېزناکه ډیپلوماسۍ له امله د بندیزونو د لرې کولو او له تور نوملړه د دغې ډلې د چارواکو د نومونو د اېستلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه د (وږي ۲۹مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغې ډلې د ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې کړې دي.
هغه وایي، د قزاقستان او قرغزستان حکومتونو چې د طالبانو نوم په تور نوملړ کې ځای کړی و لرې کړ او روسیه به هم ډېر ژر ورته ګام پورته کړي.
هغه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په برخه کې په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانیستل او په چین، متحده عربي اماراتو او ازبکستان کې د دوی د سفیرانو رسمي منل یاد کړي دي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې په روان کال کې به خپل نورو سفیران هم معرفي کړي؛ خو دا چې کومو هېوادونو ته په دې اړه یې څه ونه ویل.
هغه وایي، د کاري ظرفیت لوړولو لپاره به نوي ډیپلوماټان واستوي.
ښاغلي متقي دا رنګه ویلي، چې د تېر کال په اوږدو کې یې لسګونه افغان ډيپلوماتان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، دوحې او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل او دغه ډيپلوماتان د يادو هېوادونو له‌خوا په رسمي ډول ومنل شول.
هغه ادعا وکړه، چې سیاسي اړیکي او ډیپلوماټیک حضور یې د تېر یوه کال په اوږدو کې پراخ شوی دی.
هغه وړاندې وویل، چې د تېر کال په اوږدو کې د چین، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، اروپایي ټولنې او د نړۍوالو سازمانونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي.
د هغه په وینا، دغو چارواکو سره یې پر یو شمېر مهمو موضوعګانو دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې هم لرلې دي.
ښاغلی متقي وایي، په تېر یو کال کې د تعامل او همکارۍ د کچې د لوړولو په موخه طالب چارواکو ته د ۴۶ سفرونو او په ۲۵ نړۍوالو ناستو کې یې د ګډون زمینه برابره شوې ده.
هغه وایي، د مسکو فارمټ په ناسته کې هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده او په راتلونکو ورځو کې به یو لوړپوړی پلاوی په کې ګډون وکړي.
هغه ویلي، د دوحې په درېیمې ناسته کې د طالب پلاوي ګډون د دغې ډلې او نړۍوالو ترمنځ د تفاهم د پیل یو ښه فرصت و.
هغه زیاته کړې، د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅې ترسره شوې، چې د اقتصادي او زیربنایي پروژو د پیل، لکه ټاپي پروژې، ټاپ، نورالجهاد سب سټیشن، اورګاډي پټلۍ؛ همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیټي اسانتیاوو په برخه کې د افغانستان، بېلاروس، روسیې، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان، ایران او چین ګډې هڅې په دې برخه کې مهمې بیلګې دي.

ښاغلي متقي وویل، چې په ځینو هېوادونو کې یې کنسولي خدمتونه د فساد د مخنیوي له امله ځنډولي دي.
خو د دغو څرګندونو سره، سره تر اوسه د دغې ډلې حکومت هیڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼ ګاونډي هېوادونه دغه ډله تورنوي، چې د خپل واک لاندې خاوره کې یې د ترهګرو ډلو لپاره پټنځایونه ورکړي دي،

نور خبرونه

رادیو