هبت الله: د افغانستان قوانین پخوا له اروپایي، امریکایي او بریتانیایي سرچینو تدوینېدل

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده وایي، چې د افغانستان قوانین پخوا له اروپایي، امریکایي او بریتانیایي سرچینو اخیستل کېده، خو اوس دا قوانین د الله د کتاب له مخې جوړېږي.
طالبان وايي، نوموړي دغه خبرې د شمالي سفرونو پر دوام په تخار کې له دیني عالمانو سره په لیدنه کې کړې دي.

ملا هبت الله په دې کتنه کې ویلي: «د افغانستان اوسنی نظام د قران، حدیث، حنفي فقهې او شریعت پر اساس ولاړ دی او دا قوانین د انساني غوښتنو له مخې تنظیم شوي دي.»
نوموړی همداراز زیاتوي: «تر دې وړاندې هم قوانین جوړېدل، خو ماخذ یې بریتانیايي، اروپایي، غربي، امریکایي، ایټالیوي او نور قوانین و.»
د طالبانو مشر د ښځو پر وړاندې صادر شوي وروستي فرمان ته په اشارې سره وایي، چې د هېواد دیني عالمان د دې فرمان ستاینه او ملاتړ کوي.
هبت الله اخوند زاده وایي: «په غور ولایت کې یوه دیني عالم راته وویل، چې له ډېر وخت راهیسې یې هیله وه، چې په افغانستان کې دغسې د شریعت په اساس حکمونه او فرمانونه صادر شي او په دې حکم سره مو هیلې پوره شوې.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده وړاندې یې د امربالمعروف د بندیزونو په اړه نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې ویل شوي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي او د سړو جامې د طالبانو د دې قانون بله برخه ده.
د دغه قانون له مخېؤ د موسیقۍ خپرول، له محرم او حجاب پرته د ښځو تګ او په موټرو کې د نارینه او د ښځو يوځای کول منع دي.
د طالبانو مشر په تخار کې دیني عالمانو ته په خبرو کې پرته له دې چې د کوم مشخص هېواد نوم واخلي زیاته کړه، یو شمېر هېوادونه چې د بشري حقونو دعوې کوي، د فلسطین په څېر هېوادونو کې بې ګناه انسانان وژني.
خو د افغانانو په ګډون لسګونه نړیوالې ادارې بیا په تېرو درېیو کلونو کې طالبان د پراخو بشري حقونو په نقضولو تورنوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د ۷۰ فرمانونو په صادرولو سره د ښځو او نجونو خپلواکي، حقونه او ورځنۍ ژوند په مستقیم ډول په نښه کړی دی.
طالبان بیا وایي، چې یادې ډلې د شریعت پر بنسټ قوانین جوړ کړي او په ټولو افغانانو شرعي حکمونه پلي کیږي.

نور خبرونه

رادیو