ښځینه روایت؛ باور مې نه راځي چې زرغونه لیسه بنده ده
د جمهوریت په کلونو کې چې ما په کابل کې لېسه لوسته، زموږ کور په قلعه فتح الله کې و. زموږ د کور او مدینه بازار تر مینځ یو سړک فاصله و. په مدینه بازار کې د لوکسو دوکانونو له ښیښو افغاني جامې داسې برېښېدې لکه په شپه کې ستوري.
