زموږ وطن دوستي

په ۱۳۹۵ کال او لږ راوروسته موده کې چې له پاکستان نه د افغان مهاجرو راتګ ډېر شوی و، د کابل په یوه واده کې له یوې ځوانې سره مخامخ شوم چې تر کابل یې د پاکستان د مهاجرو د یوه کمپ ژوند ښه یاداوه.

ما ورته وویل، "حُب الوطن من الایمان". دې راته وویل چې دا ضعیف حدیث دی. ما ورته کړل، کابل به دې بدله کړي بیا به خبرې کوو.

هغه شپه چې له هوتل نه کور ته راتلم پر خپل بحث پښیمانه غوندې وم. احساس مې کاوه چې نجلۍ مې خپه کړې ده.

اوس چې پر هغه خاطره کلونه تېر دي او فکر پرې کوم، وایم ما ولې ځان ته حق ورکاوه چې د خلکو د وطن دوستۍ بڼه او اندازه وټاکم؟

موږ افغانان وطن دوست خلک یو. د شاعرې شفیقې خپلواک دا خبره چې وايي، "وطن یو، بدیل یې نشته بې جوړې دی" د ډېرو افغانانو د زړه خبره ده.

تاریخ بیا بیا دا کیسه کوي چې افغانان د وطن د ګټلو لپارهله سر او ماله تېر شوي دي، حتا د ګټې او تاوان محاسبه یې نه ده کړې خو د یرغلګرو په وړاندې درېدلي دي.

تاریخ پوهان د افغانانو د شدیدو ملي احساساتو یو علت زموږ جغرافیه ګڼي. افغانستان په غرونو کې ایسار وطن دی. دغو دنګو غرونو که له یوې خوا د پردیو په مقابل کې د مورچل حیثیت راته لرلی دی، له بلې خوا یې له نورو لرې ساتلي یو. د افغانستان په هکله دا خبره ډېره مشهوره او کلیشه شوې ده چې افغانستان د امپراتوریو هدېره ده. موږ چې په وچه کې ایسار ملت یو، د هند او ایران د لویو تمدنونو په منځ کې د خپل هویت په ساتلو کې تقریبا تل حساس پاتې شوي یو.

زموږ جغرافیایی جوړښت موږ د پردیو په مقابل کې حساس کړي یو او همدغه حساسیت د تاریخ په اوږدو کې زموږ د وطن دوستۍ یوه اساسي برخه پاتې شوې ده.

کله چې د افغان - شوروي جګړه وه د باچا خان دا خبره په ډېرو وطن دوستو افغانانو بده لګېده چې ویل یې دا د امریکا او روس جګړه ده، تاسو ولې ځان پکې خرابوئ. اوس چې پر هغه جګړه لسیزې تیرې دي او احساسات یو څه کابو شوي دي ډېرو افغانانو ته شاید سوال پیدا شي چې شوروي خو اخر ماتېده خو موږ ولې ځان پکې خراب کړ؟ موږ په دې ویاړو چې شورویان مو وشړل خو د هغې جګړې په پایلو او قیمت نه هغه وخت او نه اوس چندانې حاضر یو چې فکر وکړو.

چاپېریال او حالات د احساساتو تعریف او بڼه بدلوي. د لسیزو لسیزو جګړو زموږ په وطن دوستۍ کې ځینې منفي اړخونه هم پیدا کړي دي.

متواتر خشونت او جنګونه د ډېرو نورو عیبونو تر څنګ زموږ په ټولنه کې د ضد، شک او بدګمانۍ روحیه ډېره کړې ده. د دغې روحیې له عیبونو یو لوی عیب دا دی چې ممکنیوازې ځان سم وګڼو. فکر او استدالال مو یوازې تر ځان او خپلې ډلې محدود شي. ممکن فکر وکړو یوازې هغه کسان چې سل په سلو کې ما غوندې فکر کوي همهغه وطن دوست دي او بس. حال دا چې هېڅ داسې پرمختللی یا وروسته پاتی هېواد نشته چې وګړي یې ټول یو ډول فکر کوي. د وطن ابادي ښايي د ډېرو وطن دوستو افغانانو ګډه موخه وي خو لازمه نه ده چې ټول دې دغه هدف ته د رسېدلو لپاره په ورته لارو سفر وکړو. مهمه دا ده چې د پرمختګ کاروان که ورو هموي خو روان یې وساتو.

د وطن په هکله زما د خوښې یوه سندره د استاد اولمیر ده چې وايي، "وطن جنت نښان دی ګلان پکې کرمه" د وطن باغ هغه وخت زرغونېدای شي چې ځوانان یې انرژي پر دې مصرف نه کړي چې زه ګلاب کرم، تا ته ولې نرګس ښه ښکاري؟

جګړې زموږ د ټولنېاخلاقي نظام ډېر زیات متضرر کړی دی. زه فکر کوم دا ډول وطن دوستي چې یوازې زه سم یم حتا که وطن دوستي وي هم، اخلاقي وطن دوستي نه ده. په لنډه موده کې یې عیب دا دی چې ټولنه نوره هم وېشي او نفاق ته لمن وهي، په اوږده موده کې هسې له زاڼو کټوري غوښتل او د کعبې په ځای ترکستان ته سفر کول دي.

زموږ د وطن دوستۍ په باورونو کې یو بل عیب فکر کوم دا دی چې له سیاسي قدرت سره یې غوټه کوو. دا فکر څو جنجاله لري. یو دا چې سیاسي قدرت حتا که د هغې ډلې هم وي چې زموږ په طعبه برابره وي، بیا هم د محدودو افرادو د کار ساحه ده.

که سیاسي قدرت او وطن دوستي تل سره یوځای کوو وطن دوستي په لوی لاس د ټولنې په یوه محدوده ساحه کې محدودوو.

بل عیب یې دا دی چې زموږ په معاصر تاریخ کې سیاسي قدرت او واک لېږد همېشه ستونزمن وو. د احمد شاه بابا غوندې د لوی امپراتور زوی هم د دې لپاره چې خپل قدرت وساتي مجبور شو چې پایتخت له کندهاره، کابل ته انتقال کړي. له بابا را وروسته یوازې امیر حبیب الله خان او اعلیحضرت ظاهر شاه پرته له کوم لوی جنجاله له خپلو اسلافو قدرت اخیستی دی، نور نو د ټولو پاچاهانو او له پاچاهي را وروسته نظامونو په وخت کې واک لېږد یوه جنجالي مسله پاتې شوې ده. له دې خبرې مې مطلب دا دی چې د افغانستان سیاسي تاریخ موږ ته وايي چې قدرت ممکن د متخاصمو لوریو په منځ کې انتقال را انتقال شي نو په داسې شرایطو کې چې د سیاسي قدرت انتقال جنجالي دی، ایا فکر نه کوئ چې له سیاسي قدرت سره د وطندوستي تړل به تېروتنه وي؟ یعنې که زما د خوښې ډله په قدرت کې نه وي زه به وطن ته کار نه کوم، یا به وطن ښه نه یادوم؟

د وطن او د وطن دوستۍ مفهوم باید له سیاسته ورها خوا وسیع تعریف کړو. که یې یوازې په سیاست کې محدودوو، د کار د کسانو روحیه ورخرابوو.

د سیاسي واک او وطن دوستۍ د غوټه کولو بل عیب دا دی چې په ټولنه کې د وطن دوستۍ اعلی مثالونه یوازې د قدرت په خاوندانو پورې محدودوي. مثلا، د شاه امان الله خان په لویي کې ښايي ترقي غوښتونکي افغانان شک ونه کړي خو وکیلي پوپلزی چې د امان الله خان د وخت تاریخ یې لیکلی او ډېر نور کارونه یې کړي دي، ښايي ډېر کم خلک وپېژني او خورا لږ کسان یې د هڅو قدرداني وکړي.

څه وخت مخکې د جنید ادبي جایزه اعلان شوه. دا جایزه چې دا یې دوهم کال دی ځوانو شاعرانو او د دې برخې خدمتګارانو ته ورکول کېږي دا جایزه د استاد شاعر، جنید شریف په ابتکار او مالي مرسته پیل شوې ده. زما لپاره د پروفیسر شریف دغه کار د وطن دوستي عالي مثال دی.هرهغه څوک چې یو بل افغان هڅوي او د کار روحیه ورکوي همدغه اصلي وطن دوستي او خدمت دی. د پروفیسر جنید له کاره دا الهام هم اخلو چې که څوک غواړي وطن ته کار وکړي، جغرافيايي او زماني فاصلې یې خنډ کېدای نشي.

د استاد جنید او نورو وطن دوستو کیسې که لیکو، ستایو یې، په خپلو ویناوو کې یې یادوو او د وطن د خدمت د مثال په توګه یې ذکر کوو، ګومان کوم دوه مثبت پیغامونه شریکوو.

اول دا چې هر څوک دې د خپل وس تر حدهپه خپله ساحه کې د بهترۍ لپاره هڅه وکړي. لازمه نه ده چې موږ هر یو دې دا وس ولرو چې ټوله کوټه روښانه کړو خو که په ډیوه یو کونج هم روښانه کېږي، ډېوه باید بله شي.

دوهم دا چې نظامونه به تل زموږ په خوښه نه وي خو وطن مو تل خپل دی او خپل وطن او خلکو ته د کار لپاره باید د یوې سیاسي ډلې د فرمان انتظار ونه باسو.

زه پوهېږم نن سبا د هغو لپاره چې په وطن کې د ثبات، پرمختګ اوعدالت فکرونه ورسره دي، اسانه شپې ورځې نه دي، مخصوصا د افغان ښځو لپاره چې له ابتدايي انساني اسلامي حقونو محرومې ساتل کېږي. تیارې باید یادې کړو، تیارې باید وغندو خو د شلمې پېړۍ د نامتو مبارز مارتین لوترګینګ خبره هم د هېرېدو نه ده چې تیاره نه بلکې یوازې رڼا تیاره ختمولی شي او نفرت نه بلکې یوازې مینه نفرت ختمولی شي. هو، خلک باید په رڼا بې باوره نه کړو.

د شاعر قول دی:

تل به نه وي بدمرغي پر موږ حاکمه

زموږ بخت به همایون شي زه پوهېږم

د تیارو په غندلو کې باید دومره زیاتی ونه کړو چې د یوه ملت هیلې ترې واخلو.

یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.