نن، پرون، سبا
تېرو څو لسیزو کې په میلیونونو وطنوال کډوال شول. پرمختللو هېوادونو ته مهاجر شوي افغانان ښايي ډېر کله له کوربه هیواد سره خپل وطن مقایسه کړي او د دروېش دراني د دې بیت غوندې یو څه په زړه کې ورتېر شي: له ما ګوښه دي، له ما ډېر لرې ودان دي خلک زه تورې خاورې یم او ستوري د اسمان دي خلک
زه چې کله له خپلو اروپايي ملګرو سره خبرې کوم، د دوی نیوکه دا وي چې ولې باید د نړیوالو شرکتونو په مشرتابه کې د ښځو او نارینه وو ونډه یو شان نه وي، خو چې خپلې دیارلس کلنې وطنوالې ته غوږ شم، وايي لاس په دعا پورته کړئ چې ښوونځی مې خلاص شي. دلته وینو چې زموږ او نورو توپیر خورا زیات دی.
له بلې خوا اوس پخوا زمانه هم نه ده چې د نورو هېوادونو پرمختګ افسانې او اوازې ښکاري، بلکې د رسنیو له برکته د هېواد د یو ګوښه کلي ځوان ته هم ممکن دا احساس ورپېدا شي چې موږ چېرته یو، نور چېرته دي.
د لسیزو جګړو که له یوې خوا د پرمختګ له کاروانه شاته پاتې کړو، له بلې خوا یې پر ځان بې باوره کړي یو.
د اکتوبر په ۲۳ مه چې د کرېکټ ملي ټېم په نړیوال جام کې له پاکستانه لوبه وګټله، د دنیا په ګوټ ګوټ کې ګڼ افغانان له خوشالۍ د شپې تر ناوخته پورې ویښ پاتې شول.
د افغانانو ډېرې خوښۍ پر نورو دلایلو سربېره دا دلیل هم درلود چې موږ ټول په روحي لحاظ په خپل وطن او ملت باندې د ډاډ او اطمینان د احساسولو تږي یو او دې ته ضرورت لرو چې خپل وطنوال راته دا ثابته کړي چې افغانان تر نورو کم نه دي.
یو ملت چې پر خپل نن بې باوره غوندې شي ممکن د باور څراغ د تاریخ په کوڅو کې ولټوي. همدغه یې ښايي یو علت و چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د پنځه زره کلن تاریخ د ویاړ خبره د ځوانانو په منځ کې ډېره شوې وه.
په ټولنه کې اماني فکر ته د توجه یو علت هم همدا ضرورت و. پرمختګ غوښتونکو افغانانو په روحي لحاظ دې ته اړتیا لرله چې ځان ته دا ثابته کړي چې جګړه نه بلکې د شاه امان الله د ترقي خواهي ارمانونه زموږ اصلي هویت دی.
له ماضي سبقونه زده کول او د تاریخ له کیسې د خپلو مقصدونو او ارمانونو لپاره الهام اخیستل ښه خبره ده. د افغانستان د تاریخ په اوږده مزل کې ډېر داسې څه پیدا کولی شو چې خپل جګړو سوځولی هویت پرې ټکور کړو مګر دا باید یاد ولرو چې په پرون او ماضي کې خو اوسېدلای نه شو، ژوند خو په نن کې کېږي او ژوند یوازې سبا ته لاره ایستلی شي.
که نن بریالۍ غواړو او له ډاډ ډک سبا ته تمه کوو نو یوازې د پرون د کیسې مطالعه نه بلکې د نن پر کیسې هم غور پکار دی.
تاریخ یوازې په کتابونو کې پرتې افسانې نه دي. زموږ د هر یوه په کلي او چم کې داسې پخوانۍ او اوسنۍ کیسې شته چې یادول یې او خوندي کول یې ممکن خلکو ته د باور روحیه ورکړي او له خپلې سیمې سره یې مینه ډېره کړي.
کوچنۍ وم ښايي په پنځم یا څلورم صنف کې به وم چې له پلار سره کندوز ته تللې وم. پلار د کندز په ښار وګرځولم. هغې لیسې ته یې بوتلم چې ده پکې سبق لوستی و.
راته یې وویل چې کله دی په لیسه کې و په ښوونځي کې یې د انګريزي مضمون استاد یو امریکايي و. د ناشر سینما یې راته وښوده چې لسیزې لسیزې پخوا جوړه شوې وه. تر نیمو شپو به خلک فلمونو ته ناست وو. پلار راته وویل چې، په هغه وخت کې وطن دومره ارام و چې له بهرنیو هېوادونو به سیلانیان راتلل او بېغمه به یې د وطن په دښتو کې شپې تېرولې.
د جمهوریت په ورستیو کلنو کې چې په شمال کې ناامني بیخې ډېره شوې وه زما په ذهن کې د کندوز د ښو ورځو پروت انځور راسره مرسته کوله چې د باروتو په فضا کې په روښانه راتلونکي باور له لاسه ورنه کړم.
د دغو کیسو خوندي کول یوازې د تاریخ پوهانو کار هم نه دی. په کومه شپه چې د افغانستان ملي ټېم له پاکستان نه د کرېکټ لوبه وګټله.
د پکتیا د یوه لري کلي د ښوونځي استاد محمدالله مسعود له ځینو مطرحو خلکو وغوښتل چې خپل احساسات ورته ولیکي او دغه یاداښتونه یې بیا وروسته خپاره کړل.
که استاد مسعود نه وای ښايي دغو خلکو هېڅ وخت د دې خاصې بریا احساس نه وای لیکلی. د ښوونکي مسعود دغه کار ممکن ځینو ته عادي ښکاره شي خو د باور د روحیې په خپرولو او خوندي کولو کې یې ونډه اخیستې ده.
پر خپل وطن او ولس د بې باورۍ د مړاوې روحیې د اوبه کولو یوه اصلي مرجع بیرته پخپله ملت دی. هغوی چې د کرېکټ د بریا لپاره اتڼونه وکړل، لیکل یې وکړل او ویډویاګانې یې شریکې کړې هغو ټولو د ملي روحیې او د باور د روحیې په پاللو کې رول ولوباوه.
له بلې خوا مهاجر شوي مخصوصا پرمختللو هېوادونو ته مهاجر شوي وطنوال خپل خوار هېواد ته د خپلې تجربې په انتقال کې باید بیداره پاتې شي.
زه په اروپا کې د اول نسل یا دوهم نسل له ډېرو داسې مهاجر شویو افغانانو سره مخامخ شوې یم چې غواړي خپل وطن ته یو څه وکړي. دغه احساس د سرو زرو ارزښت لري او باید استفاده ترې وشي.
بېلابېلو وطنونو کې خواره واره افغانان له خپلو هم مسلکو سره په خپل منځ کې انلاین یا په حضوري بڼه ګروپونه جوړولی شي او پر دې فکر او کار کولی شي چې خپله تجربه څرنګه انتقال کړي.
دلته ممکن ځینې لوستونکي ووايي چې د مهاجرت په ژوند کې د ګروپونو پالل سخت دي. د ګډ کار کمال دا وي چې ډاډ رامنځ ته کوي او کار ته مو هڅوي او شاید هغه کار چې په یوازې سر لوی او ناممکنه ښکاري د نورو په همکاري ممکن شي.
افغانان په بهرنیو هېوادونو کې معمولا خیراتونو، ودونو او د جشنونو د لمانځلو لپاره راټولېږي. کلتوري پروګرامونه د مهاجرو فرهنګي ضرورت دی او طعبا چې بې ګټې نه وي خو په نهایت کې د ځان لپاره کار دی.
وطن دوسته ځوانان پر دې باید فکر وکړي چې خپل وخت څرنګه مدیریت کړي چې یو خیر یې وطن ته هم ورسېږي. د جرمني له یوه پوهنتونه فارغه شوې انجنیره که په کال کې یوه اکاډمیکه مقاله په خپله ژبه کې ولیکي په شلو کلنو کې به یوازې همدې یوې وطنوالې شل ضروري مقالې پر خپل مسلک زیاتې کړې وي.
هېڅ کار کوچینی نه دی. ناروې ته تازه مهاجر شوی افغان که د خپلې کوچنۍلور له ښوونکېدا زده کوي چې د درس په زدکړه کې باید پر ماشوم فشار نه وي او بیا خپله همدغه تجربه په لیکنه یا ویډیويي بڼه له خپلو وطندارانو سره شریکوي لوی کار کوي.
له پرونه به الهام اخلو خو دا به نه هېروو چې په نن کې اوسو او یوازې د نن د هڅو په مرستو ډاډمنه سبا لرلی شو. رحمان بابا وایي:
دوباره دې راتله نشته په دنیا
نن دې وار دی که دروغ کړې، که رښتیا
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.