طالبان: په پنجشير کې پوځ ته د ۶۰۰ ځوانانو د جذب لړۍ بشپړه شوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

طالبان وايي، پنجشير کې يې «پوځ ته د ۶۰۰ ځوانانو د جذب لړۍ بشپړه کړې او د زدکړو لپاره یې کابل ته ولېږل.»

پنجشېر کې چې د طالبانو پرضد کله کله بریدونه کېږي اوس دا ډله وايي، دغه ځوانان یې «د ولايتي ادارې او خلکو په غوښتنه او د دوی د مشر د ترحم او حکم پر اساس په امتيازي ډول جذب شول.»

په اعلاميه کې د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي حافظ محمد اغا حکيم له قوله لیکلي، چې د هبت الله د ځانګړي حکم له مخي به ژر د پوليسو لیکو ته هم شاوخوا ۲ زره پنجشيري ځوانان جذب شي.

پنجشير وروستی ولایت و چې طالبانو پرې ولکه وکړه، خو بیا هم وخت ناوخت په دغه ولایت کې د دې ډلې پرضد بریدونه کېږي.

نور خبرونه

رادیو