طالبانو په غزني ولایت کې دوه کسان د غلا په تور په عام محضر کې په دورو ووهل

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

طالبانو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې دوه کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان په غلا تورن وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو کسانو څخه يو یې پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دورو او بل یې پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۵ دورو تعزيري سزا محکوم شوی دی.
په خبرپاڼه کې بیا د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنۍ یو کال وروسته بیا بدني سزاګانې پیل کړې، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د راپورونو له مخې، یادې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول پر دغه ډول سزاګانو نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې دا د هر ډول انساني او بشري حقونو خلاف عمل دی؛ خو طالبان بیا وایي، چې دغه ډله د شریعت پر اساس پر تورنو کسانو تعزیري سزا پلې کوي.

نور خبرونه

رادیو