میاخیل: د افغانستان د الوتکو په تړاو د امریکا پرېکړه د بین الملتي تعامل خلاف عمل دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د افغانستان پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشتل - پښتو ته د افغانستان د چورلکو او الوتکو په تړاو د امریکا پرېکړه د بین الملتي تعامل خلاف عمل بللی دی.

شاه محمود میاخیل وایي: «د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.»

امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک تېره ورځ ازبک کوون نیوز سره په مرکه کې وویل: «"دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه وو، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو موږ یې تل مالکان وو.»

ښاغلي میاخیل د هینیک د څرګندونو په غبرګون کې وویل: «دا داسې معنا لري، چې یو ځل مرسته وکړي او بیا وایي موږ بېرته خپله بلا عوضه مرسته غواړو.»

ښاغلی میاخیل زیاتوي: «د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.»

ښاغلی شاه محمود میاخیل وایي، د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلا عوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.

دی زیاتوي: «اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.»

د طالبانو غبرګون

د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.

طالبان زیاتوي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

طالبانو د ازبکستان له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې له امریکا سره له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او باید د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان پوځ ګڼې جنګي الوتکې او پوځي چورلکې د افغان پوځیانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته یوړل شوې.

طالب چارواکو په تېرو درېیو کلونو کې څو ځلې له ازبکستانه غوښتي وو، چې دغه پوځي چورلکې او الوتکې دې دوی ته وسپاري؛ خو ازبکستاني چارواکو ویلي وو، چې په دې اړه یې خبرې له امریکا سره روانې دي.

نور خبرونه

رادیو