ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاس رسي له ستونزو سره مخ دی.

دغه دفتر د سې شنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې د هوا د تودوخې لوړېدو د اوبو کمښت لاپسې زیات کړی دی.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د وږي ۶ مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې کلیوالې کورنۍ د اوبو د تر لاسه کولو لپاره په اوسط ډول ۱۷ دقیقې مزل کوي او په ښار کې کورنۍ د تېر کال په پرتله دوه برابره پیسې ورکوي.

اوچا وايي، په ۲۰۲۱ کال کې به په افغانستان کې ۴۸ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ وې.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي په دغه هېواد کې د اوبو د بحران په پراخېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې وچکالي، ککړتیا او له اوبو ډېره ګټه اخیستنه د خلکو د اوبو سرچینې ګواښي.

نور خبرونه

رادیو