امیر خان متقي د اسلامي همکاريو سازمان په ۵۰ مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته ولاړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دغه ډلې د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د اسلامي هکاريو سازمان د بهرنيوو چارو وزيرانو په ۵۰ مه غونډه کې د ګډون په موخه د کامرون جمهوريت پلازمينې يادوندې ته ولاړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيا احمد د سې شنبې په ورځ په يوه ويډيو پيغام کې ويلي، چې امیرخان متقي به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي هېوادونو له وزيرانو سره هم دوه اړخيزې ناستې ولري.

نوموړي د دوه اړخيزو ناستو د مشخصو اجنډاو په اړه جزیيات نه دي ورکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو دغه ناسته د اګسټ مياشتي په ۲۹ مه او ۳۰ مه د کامرون جمهوريت په کوربتوب تر سره کیږي.

د اسلامي همکاريو سازمان په وار - وار د افغانستان پر واکمنو طالبانو له دې امله نيوکې کړې دي، چې په هېواد کې يې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بنديزونه لګولي دي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت د روان ۲۰۲۴ کال په اپرېل مياشت کې د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته په سفر کې له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو د اساسي حقونو د تامين پر اړتيا ټينګار کړی وو.

په افغانستان کې طالب مشران وايي، چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

د اسلامي همکاريو سازمان سره ۵۷ هېوادونه غړيتوب لري.

د دې سازمان موخه د مسلمانانو ټوليز غږ، د غړو هېوادونو د ملي ګټو ساتل، پرمختګ او په نړۍواله کچه د سوله ييزې فضا رامنځته کول دي.

دغه سازمان په ملګرو ملتونو کې یو دايمي غړی هم لري.

نور خبرونه

رادیو