طالبان: د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کولو پرېکړه شوې او په یاده غونډه کې د طالبانو له لوري د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ به هم ژر اعلان کړي.

مجاهد وايي، په دغې غونډه کې ګډون د افغانستان په ګټه دی نو ځکه پکې د ګډون کولو پرېکړه شوې.

طلوع نیوز د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۷مه) د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو ویډیویي کلیپ خپور کړی چې نوموړي پکې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبان ګډون تایید کړی.

نوموړی وايي په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو په استازولۍ د ورتلوونکي پلاوي جوړښت او نوملړ به هم ډير ژر اعلان کړي.

مجاهد وايي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د دغې ډلې ګډون د افغانستان په ګټه دی، نو ځکه په یاده ناسته کې د ګډون کولو پریکړه شوې ده.

طالبانو تر دې وړاندې د دوحې په دویمه ناسته کې له ګډون کولو ډډه کړې وه او لومړۍ ناستې ته بیا دغه ډله له سره ور بلل شوې نه وه.

مجاهد وايي: «له افغانستان سره د بشري مرستو موضوع او د سوداګرو لپاره په افغانستان کې د پانګونې د زمینې برابرول مهم او بنسټیز موضوعات دي چې دوی یې په پام کې لري.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، داسې نور موضوعات هم شته چې په دې ناسته کې به بحث پرې وشي خو په ټوله کې دغه ناسته د افغانستان په ګټه ده.

د دوحې درېیمه ناسته به د جون په ۳۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

نور خبرونه

رادیو