شنبه‌های ارغواني غورځنګ: دوحې ناسته کې د طالبانو د نه ګډون او پر دوی د لا فشار غوښتونکي یو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه غورځنګ د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د بلنې پر محکومولو سره د ملګرو ملتونو له‌خوا پر طالبانو د لا زیات فشار راوړلو او په دغه ناسته کې د طالبانو د نه ګډون غوښتونکي دي.

دوی وایي، چې ملګرو ملتونو ته د دوې د تمې خلاف د ښځو او بشري حقونو مسله بې ارزښته ده.
دوی زیاتوي، ملکري ملتونه د دې پرځای چې دغه ډله د بشري جنایتونو او له بشري حقونو د سرغړوونو له امله محکمې ته راکاږي؛ برعکس د دوحې ناسته کې دغې ډلې ته په بلنې سره له دغې ډلې ملاتړ کوي.
دغه غورځنګ وایي، ملګري ملتونه دې له یاده نه باسي چې د طالبانو ډله اوس هم د ډېرو افغانانو لپاره یوه ترهګره، منفوره، وروسته پاتې ډله ده او د طالبانو حکومت هیڅ ډول کورنی او نړۍوال مشروعیت نه لري.
دغه غورځنګ وایي، چې طالبانو د دوحې په دویمه ناسته کې د دوی د شرطونو نه پوره کېدو له امله برخه وا نه خیسته، اوس باید ملګري ملتونه ووایي، چې د کومو شرطونو په منلو سره طالبان په دې ناسته کې ګډون کوي.
دغه غورځنګ زیاتوي، چې له نږدې درېیو کلونو راهیسې ملګرو ملتونو او د ښځو او بشري حقونو مدافعینو طالبانو ته د باج ورکونې او واک کې د ساتنې هڅې کړې او د دوحې په ناسته کې یې ورته بلنه ورکړې.
دغه غورځنګ له ټولو معترضو خوځښتونو، ځوانانو، ښځو، او سیاست‌والو غوښتي، چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې ډول د ښځو چې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون مخه ونیسي.
دوی په افغانستان کې د دغې ډلې بې واکه کېدل، د باج ورکونې درول او په نړۍوالو ناستو کې د طالبانو په عادي کولو او د دوی د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د ناکامو هڅو ختمول غواړي.
دغه غورځنګ وایي، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو دا ثابته کړه چې نه بدلېدونکي دي او د هرې ورځې په تېرېدو د نړۍ لپاره په یو سرخوږي بدلېږي.

نور خبرونه

رادیو