سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محرم نه لرلو له امله د کندهار د ښځو په روغتون کې یوه بوډۍ ښځه او د هغې مېندواره اینګور سختې وهلې دي. سرچينو زياته کړې، چې طالبانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی بېرته کور ته ستنې کړي.
د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د اقلیمي بدلون ناورینونو سره د مبارزې لپاره، طالبان باید ټول ځواک په کار واچوي او پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وایي، چې هیڅکله د افغان ښځو له دفاع لاس نه اخلي. کرن ډېکر په خپل اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره یې د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او رینا امیري سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو د کار کولو په اړه خبرې کړې دي.
ايرني رسنيو ویلي؛ هغه افغانه خپل ملګري وژلې ده، چې څلور مياشتې وړاندې يې په تهران کې په وينو لړلی مړی موندل شوی و. پوليس یو ۱۰ کلن ماشوم، چې ويل کيږي دماغي ستونزه لري په قتل تورنوي. رسنیو ليکلي؛ دغو دوو ماشومانو د موبايل پر سر جنجال کړی و.
د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د انګلستان ښځينه کرېکټ لوبډلې سره د شل اوره او يو ورځينو سیالیو لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده. دواړه لوبډلې به درې شل اوره او درې يو ورځنۍ لوبې سره وکړي.
د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده شوې او طالبانو پر رسنیو او ښځینه خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي. دغو خوځښتونو له ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې غوښتي چې د بیان د ازادۍ پر ضد د طالبانو د کړنو په اړه دې اقدام وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وایي، په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو، ځورونې او ډار له امله اړې شوې چې خپلې دندې پرېږدي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې د افغان ښځینه خبریالانو ملاتړ ته به دوام ورکوي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کټ مټ د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ورته ده او دغه ډله هغه څه تر سره کوي، چې په لومړۍ واکمنۍ کې یې هم ترسره کړي و.
د تاجکستان ولسي جرګې د «دودونو او عنعناتو د ترتیب» په قانون کې د بدلون له لارې د بورقې یا څادرۍ اغوستل منع کړل.
د هرات د حوزوي روغتون د رواني روغتیا ریاست چارواکي وايي، په رواني ناروغیو د اخته میرمنو په شمیر کې د اندیښنې وړ زیاتوالی راغلی دی. د چارواکو په وینا، د هرات د رواني روغتیا روغتون ۸۰سلنه مراجعین ښځې او نجونې دي.
په سویډن کې د اکرم عثمان څلورم ادبي فیسټیوال کې د افغان لیکوالانو کیسې سیالۍ ته وړاندې شوې وې، چې په پای کې د نوې لیکوالې رڼا زرمتۍ د «اسیه او شینو» کیسې لومړی مقام وګاټه.
له کندهاره سیمهایزې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، یاده پېښه تېره ورځ د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د پوڅې په کلي کې شوې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په پاکستان کې مېشت افغانان هېواد ته د جبري ستنېدو سره له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي. دغه سازمان وایي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر بې اسناده افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.