د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا والیبال سیالیو په لړ کې پرلپسې پنځمه ماتې وخوړه او له دغه سیالیو بهر شوه. د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې خپله وروستۍ لوبه د قرغیزستان د واليبال له لوبډلې سره وکړه، چې پکې یې ۳ - ۰ ماته وخوړه.
د پاکستان د پنجاب سروزیرې مریم نواز په اذلان شاه هاکي جام کې د پاکستان ملي ټیم د ځلېدو په بدل کې دې لوبډلې ته دېرش میلیونه کلدارې انعام ور کړ. پاکستانۍ لوبډلې د دې سیالیو نیمه پایلوبې ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د ميرویس نیکه جام په نوم د پنځو زونونو ترمنځ د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ پيليږي. د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د غړو په خبره، د څلورم پړاو دغه درې ورځنۍ سيالۍ د استعدادونو د روزولو په هدف تر سره کېږي.
د بنګلدېښ کرېکټ بورډ نن د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. د دغه هېواد کرېکټ بورډ نجم الحسين د لوبډلمشر او تسکين احمد د مرستیال په ډول ټاکلي دي. د ۲۰ اوره نړیوال جام سيالۍ به راتلونکې جون مياشت په امريکا او ويسټ انډيز کې پيل شي.
پاکستان د کوربه هېواد ایرلینډ سره د د ریو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ وروستي لوبه نن د دوبلين ښار په کلونټرف کرېکټ لوبغالي کې کوي. د پاکستان او ايرلينډ ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دوهمه پاکستان کټلې وه.
بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی. د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.
په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې مس عینک لوبډلې د ۹ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماته ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده. مس عینک به له بند امير سره پايلوبه کوي.
د کرېکټ شل اوریز جام سیالیو تمریناتي لوبې چې د روانې مې میاشتې په ۲۷مه ڼېټه پیلېږي، افغانستان د عمان او سکاټلنډ خلاف دوه لوبې کوي. دغه تمریناتي سیالۍ د مې په ۲۷مه پیلېږي او د جون میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.
افغان فریفایټر خلیل ارسلاني به سبا شپه (د غویي ۲۸مه) له خپل ایراني سیال بهنام محمدي سره سیالي کوي.
د افغانستان د کرېکټ الف او سریلانکا کرېکټ الف لوبډلو تر منځ دا تمریناتي لوبه نا رسمي لوبه یاده شوې ده. تر دې وړاندې د سریلانکا الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ګټلې وه.
د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالیو پایلوبه کې بند امیر لوبډلې مس عینک لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه. د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې ددې سیالیو پچه د بند امیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د مس عینک لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د طالبانو تر واک لاندي د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ یې پيل کړې. په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده.
د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰ ام پړاو سياليو کې، جاپان نن (شنبه د غویي۲۲مه) د مالیزیا په ایپو ښار کې د اذلان شاه جام هاکي ټورنمنټ کې پاکستان ته ۱-۴ ماته ورکړه.