د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د سرې میاشتې د مرستې او ژغورنې ادارې د مشر په حواله خبر ورکړی، چې د ولسمشر ابراهیم د چورلکې د احتمالي ځای په ګوته شوی دی.
سیمه ییز اوسیدونکو وايي، چې اسراییلي الوتکو او ټانکونو په ټوله غزه بریدونه کړي دي. بل خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د یکشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي او د متمرکزو پوځي عملیاتو غوښتنه یې تازه کړې ده.
د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف سیمه کې د یکشنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې د یوې میندواره ښځې په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دا په دې وروستیو اونیو کې د روسیې د توغندیو او لایزري بمونو پر مټ د خارکیف پر ښار او سیمې د دوامداره بریدونو وروستي هغه دی.
د ایران د ولسمشر ابراهیم ريیسي د انسټاګرام پر صفحه له خلکو غوښتل شوي، چې د هغه او ملګرو د روغتيا لپاره «دعا، ختم او نذر» وکړي.
له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران د اسلامي جمهوریت یوه چارواکي ویلي، چې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ژوند په خطر کې دی.
ایسنا خبري اژانس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په حواله ویلي، چې دغه ډله له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړولو په لټه کې ده. ایسنا لیکلي، چې ښاغلي عزیزي ویلي چې طالبان غواړي له ایران سره سوداګري ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د کانګو د ډېموکراتیک جمهوریت پوځ د یکشنبې په ورځ (د غويي په ۳۰مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د ولسمشر فلیکس تشیسکدي پر ضد یې د کودتا هڅه شنډ کړې ده.
په ختیځې جبهې کې د جګړې په لومړیو کرښو کې د روسیې د نویو بریدونو او فشارونو له پیل سره، یو اوکرایني قوماندان رویټرز ته ویلي، چې له امریکا څخه د اړتیا وړ مهمات دوی ته ښايي ژر ونه رسیږي.
اسراییلي پوځیان له خپلو ټانکونه سره د شنبې په ورځ د غزي تړانګې شمالي سیمو ته ننوتي او همدا راز د مصر پولې ته څېرمه په سویلي ښار رفح کې یې هم ځینې سیمې نیولي چېرې چې شاوخوا یو میلیون بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه وړې.
اروپایی کمیسیون ته په یوه لیک کې، د ډنمارک او چک جمهوریت په مشرۍ ۱۵ اروپایی هیوادونو، اروپا ته د کډوالۍ د کنټرول د سختولو په برخه کې د نویو لارو چارو د موندنې غوښتنه کړې ده.
د کاناډا په ځینې والایتونو کې په وروستیو کلونو کې د هغو مړو شمیر ډیر شوی، چې کورنۍ یې د جنازو له تسلیمیدو ډډه کوي. د دې کار لامل خاورو ته د مړي سپارلو لوړ لګښتونه بلل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د قرغزستان سفارت شارژدافیر احضار کړ. پاکستان دغه غبرګون په قرغزستان کې د پاکستانیانو په ګډون د نورو هېوادونو له زدهکړیالانو سره د تاوتریخوالي پېښو په اړه ښودلی دی.
د ایران سپاه پاسدارن ته نږدې خبري اژانس تسنیم نن په یو راپور کې د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د پلازمینې تهران په لویدیځ کې یې د "شیطان پرستۍ" پر غونډه د چاپې پر مهال د دریو اروپایي اتباعو په ګډون تر ۲۶۰ ډیر کسان نیولي دي.