د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له نړېوالو موسسو غوښتي، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو لپاره کورونه جوړ کړي. د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیوـ ټلویزیون د یکشنبې ورځې (غوايي ۳۰مه) د راپور له مخې ملا برادر بغلان ولایت ته سفر کړی.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د دغه هیواد یوه ښځینه وګړې د جمعې په ورځ په بامیانو کې د ډزو له امله ټپي شوې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د لیتوانیا خلکو ته سپارښتنه کړې چې د بې ثباته امنیتي وضعیت او د ترهګریزو بریدونو د لوړ ګواښ له امله دې افغانستان ته سفر نه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ له قطر سره د ۱۶۹ ماشومانو د زړه سوري د درملنې په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دغې ټولنې مشر له نورو بنسټونو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ماشومانو په درملنه کې مرسته وکړي.
د امریکا د څېړنو فډرالي ادارې یو ځل بیا له ټولو غوښتي چې د پاول اډون اوربي جونیر په اړه معلومات ولري، ایفبيای یا د متحده ایالاتو نږدې سفارت سره دې اړیکه ونیسي. په ۲۰۱۴ کال کې یو امریکايي لیکوال پاول اډون اوربي جونیر خوست ولایت ته د څیړنې لپاره تللی و او ورک شو.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وویل، چې د افغانستان په مرکز، غور ولایت کې د جمعې د ورځې سیلابونو زرګونه کورونه ویجاړ کړي دي.
داعش د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د وسله وال برید مسوولیت منلی دی.
د لغمان لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د کابل - جلال اباد پر لویې لارې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي او یو زخمي دی.
ایسنا خبري اژانس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په حواله ویلي، چې دغه ډله له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړولو په لټه کې ده. ایسنا لیکلي، چې ښاغلي عزیزي ویلي چې طالبان غواړي له ایران سره سوداګري ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
په پروان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له رسنيو او خبریالانو سره په ناسته کې له هغوی څخه غوښتي، چې «اسلامي شریعت پلی او د دوی اصول» عملي کړي. طالبان وايي، چې له خبريالانو سره یې دا ناسته د اسانتياو، د همږغۍ د رامنځته کولو او پېژندګلوۍ په موخه کړې ده.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوچوک وايي، د دغه هېواد چارواکي او طالبان د افغان ـ ټرانس اورګاډي د پټلۍ جوړولو په اړه خبرې کوي. نوموړي د دغو خبرو د جزیاتو له ورکولو پرته وویل مسکو په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتو دی.
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په بدخشان کې یې دوه تنه د "زنا" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي. دغې محکمې نن یکشنبه (د غوايي ۳۰مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کسان یې په ٣٩ ۳۹ دورو وهلي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.
د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د ۲۳ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.