افغان لوبډله په نړېوال جام کې د ګډون په موخه د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېدله

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله په ویسټ اینډیز کې ترسره کېدونکي نړېوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۳۰مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په نړېوال جام کې د ګډون په موخه د کربین سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو ته ورسېدله.

افغان کرېکټ بورډ وايي؛ ملي لوبډله به په دغه ټاپو کې د ترسره کېدونکي نړېوال شل اوریز جام د چمتوالي په موخه لس ورځنی کمپ هم ترسره کړي.

د کرېکټ شل اوریز نړېوال جام د ویسټ انډیز او امریکا په کوبتوب ترسره کیږي.

د دغه جام لومړۍ لوبه د امریکا او کاناډا لوبډلو تر منځ د راتلونکي جون میاشتې په دویمه نېټه په امریکا کې ترسره کیږي.

نور خبرونه

رادیو