د کډوالۍ نړۍوال سازمان: له سپټمبر راهیسې په پاکستان کې تر ۳۱زره زیات افغانان نیول شوي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په پاکستان کې مېشت افغانان هېواد ته د جبري ستنېدو سره له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

دغه سازمان وایي، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې تر نیم مېلیون ډېر بې اسناده افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دغه سازمان د خپور شوي راپور له مخې، له تېر سپټمبر میاشتې راهیسې په پاکستان کې د څه باندې ۳۱ زره افغانانو د نیولو او توقیف راپورونه هم ورکړل شوي دي.
دغه سازمان په پاکستان کې هغو افغان ماشومانو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو هیڅ ډول اسناد نه لري.
د دغه سازمان په خبره، ښایي دغه ماشومان د افغان کډوالو د دویمې لړۍ پیل سره په راتلونکي کې له کورنۍ څخه د جلا کېدو، کړاوونو، وېرې او ناوړه ګټه اخیستنې سره مخ شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه جبري ستنېدا په نا انډوله توګه افغان مېرمنې او نجونې هم اغېزمنې کړې دي.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر میاشتې راهیسې له پاکستانه ستانه شوي ۵۵۰.۰۰۰ افغانانو له ډلې اوه سلنه یې کونډې او د کورنۍ سرپرستې دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې ډېرې افغان مېرمنې لکه اوس‌مهال لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخې دي.
دغه سازمان د خپل راپور په وروستۍ برخه کې ‏په ټولو هېوادونو غږ کړی، چې په لنډمهاله او اوږد مهاله توګه تر هغو چې شرایط رامنځته شي د افغانانو جبري ستنول سمدستي ودروي.
ورته مهال د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون تر ۳۰مې غځولو رسمي خبرپاڼه خپره کړه.
د خبرپاڼې له مخې، د دغه مودې د غځولو پرېکړه د وفاقي کابينې په وروستۍ غونډه کې شوې ده.

نور خبرونه

رادیو