د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د ۲۰ اوره او یو ورځينو لوبو لپاره لندن ته لاړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۸

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د انګلستان ښځينه کرېکټ لوبډلې سره د شل اوره او يو ورځينو سیالیو لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده.

دواړه لوبډلې به درې شل اوره او درې يو ورځنۍ لوبې سره وکړي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې د ندا ډار په مشرۍ ۱۷ کسيزه لوبډله به له سیالې لوبډلې سره د دې سياليو لومړۍ شل اوره لوبه د همدې می مياشتې په ۲۴مه په برمنګهم ښار کې وکړي.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

نور خبرونه

رادیو