د ښځو ټولنې: نړۍواله ټولنه دې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو د کړنو په اړه اقدام وکړي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۴

د ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده شوې او طالبانو پر رسنیو او ښځینه خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي.

دغو خوځښتونو له ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنې غوښتي چې د بیان د ازادۍ پر ضد د طالبانو د کړنو په اړه دې اقدام وکړي.

د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو اعتراضي خوځښت، د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په جلا جلا اعلامیو کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د رسنیو د کاري وضعیت په اړه دې له طالبانو سره حساب او کتاب وکړي.

د افغانستان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې ویلي، چې طالبانو د بیان ازادي محدوده کړې، اطلاعاتو ته لاسرسی شتون نه لري او دغه ډله رسنۍ سانسور کوي او ښځینه خبریالانې د جبري پوښښ په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان ازادۍ شا تګ کړی او له مبهم او ناڅرګند راتلونکي سره مخامخ ده.

دغه خوځښت ویلي، چې په افغانستان د طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیې، په دغه هېواد کې د بیان ازادي کمزورې شوې او د ټولنې د واقعیتونو خپرول جرم ګڼل کیږي.

دغه خوځښت پر رسنیو د طالبانو د بندیزونو په اړه ویلي، چې طالبانو ښځینه خبریالانې د ماسک او «طالبي حجاب» اغوستلو ته اړ کړي او په ټلویزیونونو کې یې له راڅرګندېدو منع کړي دي.

د عدالت او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت ټینګار کړی، چې طالبانو د دغې ډلې تر کنټرول لاندې افغانستان کې د رسنیو ازادي محدوده کړې او ټولې کورنۍ رسنۍ د طالبانو تر کنټرول او سانسور لاندې دي.

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د بیان ازادي یو "ګواښ" ګڼي او دې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسۍ حق په بې ساري ډول محدود کړی دی. "په لسګونه خبریالان یې بندیان، شکنجه او په مرموز ډول وژلي دي.

دغه خوځښت زیاته کړې، چې طالبانو ښځې د رسنیو له کاري محیطه ګوښه کړي او دا چې کورنۍ رسنۍ یې په خپل تبلیغاتي وسیلې بدلې کړې دي.

د دغه خوځښت په اعلامیه کې راغلي چې «د رسنیو د کنټرول لپاره د طالبانو هڅه تر دې حده ده چې د دغې ډلې مشر او دفترونه هره ورځ د رسنیو پر کار کولو، ښځینه کارکوونکو او د هغوی پر جامو په عامه توګه نیوکې کوي.»

دغو خوځښتونو له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي او د بیان د ازادۍ پر ضد د طالبانو د کړنو پر وړاندې اقدام وکړي.

نور خبرونه

رادیو