د اکرم عثمان څلورم ادبي فیسټیوال؛ د نوې تجربې لیکوالې رڼا زرمتۍ کیسې لومړی مقام وګاټه

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۹

په سویډن کې د اکرم عثمان څلورم ادبي فیسټیوال کې د افغان لیکوالانو کیسې سیالۍ ته وړاندې شوې وې، چې په پای کې د نوې لیکوالې رڼا زرمتۍ د «اسیه او شینو» کیسې لومړی مقام وګاټه.

د دغه فیسټیوال دویم مقام د نازو پسرلۍ د خاورې کیسې او درېیم مقام د رحمت شاه فراز کیسې ګټلی دی.
دغه فیسټیوال ته د نړۍ له هر ګوټه افغان لیکوالانو خپلې دوې، دوې کیسې سیالۍ ته وړاندې کړې وې.
په دغه فیسټیوال کې ټولې ۶۰ پښتو کیسې وې، چې په وروستي پړاو کې درې غوره کیسې په کې ټاکل شوې وې.
د لومړي مقام ګټونکې رڼا زرمتۍ ته یو اېوارډ او ستاینلیک هم ورکړل شوی او له دې سره سم به دغه بنسټ یو کتاب چاپوي، چې هغه کې هم په پښتو او هم سویډني ژبه د هغې کیسې خپرېږي.
رڼا زرمتۍ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« د خوشالۍ احساس کوم. ما یې تصور هم نه و کړی، چې زما کیسه به لومړی مقام ګټي. تر دې فکر نه کوم، چې بل ښه احساس به انسان ته پېښېدای شي چې ټوله کورنۍ درباندې وویاړي او هغوی ته زه د هغوی د خوشالۍ لامل شوم.»

نور خبرونه

رادیو